لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: داعش د سکول د استاز د وژلو زمه واري منلې


د باجوړ د پوليسو په وېنا د شورو/ چارشنبې په ورځ (13 اپرېل) د ماموندو بدان علاقه کې چې د سکول يو استاذ په بمي چاودنه کې وژل شوی وو، داعش د دغه پېښې زمه واري منلې ده.

بلخوا باجوړ کې د استاذانو اتحاديي او په ګڼ شمېره کې ماشومانو نن د زيات په ورځ احتجاجي مظاهره کړې او استاذانو ته يي د امن ورکولو غوښتنه کړې ده.

د باجوړ پوليسو ډيوه ته وويل د ګورنمټ هايي سکول بدان د اسلامياتو استاذ سحر ډيوټۍ ته پېدل روان وو چې په لاره کې د ښخ کړل شوي بم ښکار شو او ژوند يې د لاسه ورکړو.

ځايې خلکو ډيوه ته وويل وژل شوي استاذ شفيع الله سياسي تعلق د جميعت عملمااسلام فضل الرحمان ډلې سره وو. د بلدياتې ټاکنو په دوران هم باجوړ کې داعش د جميعت يو اميدوار د وژلو زمه منلې وه.

له دې نه وړاندې په لسم اپرېل هم باجوړ کې يو ريټايرډ صوبېدار په ډزو وژل شوی وو چې زمه واري يې داعش ډلې په غاړه اخستې وه روان کال په باجوړ کې دا دريم بريد شو چې داعش يې زمه واري په غاړه اخلي.

باجوړ د افغانستان د کونړ ولايت سره په پوله پرته علاقه ده.

څيړونکې وايي کونړ کې د داعش ډلې غړي زيات دي ځکه يې اثرات په باجوړ هم پريوځي.

څيړونکی او خبريال طاهر خان وايي په دې کې هيڅ شک نشته چې داعش په پاکستان کې لوي خطر دی، پاکستاني ځني چارواکي يې د تحريک طالبان پاکستان نه لوې خطر ګڼي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل "په افغانستان کې د داعش د پاره اوس لږ مشکل شته، طالبانو راتلو نه پس يې هم حملې کړي دي، خو د طالبانو راتلو نه پس به داعش ځان له نور ځايونه ګوري او په هغې کې پاکستان هم شامل دې، او دا باجوړ دا حمله او د پېښور په امام بارګاه بريد ښايې چې داعش يو چېلنج دی".

ښاغلی طاهر خان زياتوي په وروستيو کي د ټي ټي پي، بلوچستان بېلتون خوښه ډلو او داعش لخوا زياتيدونکي بريدونه ښايي پاکستان د پاره امنيتي ستونزې په راتلونکې کې زياتي شي. هغه دا هم وويل ښکاري ټي ټي پي هم فعاله شوې ځکه چې په دې وروستیو کې ټي ټي پي هم ځينې زمه وارۍ ومنلې.

پاکستاني امنيتي چارواکي د ډير وخت راهسې وايي د پاکستان قبايلي ضلعو نه يې وسله وال ختم کړي د دوي پټې ځالې يې له مېنځه وړي او د دوي عملداري يې ختمه کړي ده خو بيا هم وخت په وخت بېلا بيلې وسله والې ډلې دلته نه د بريدونو زمه واري په غاړه اخلي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، مونږ دا خبره هر ځای کې وخت په وخت کړې ده چې امنيت تر ټولو مهمه خبره ده او دې نوي حکومت ته دا يو چېلنج دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، که د ترهګرۍ او بدامنۍ د مخنيوي اراده وي نود هغې دپاره بيا لاره هم جوړيږي او په دې کې یوه مهمه خبره افغان پاليسي ده، پکار ده چې هغې ته نظر ثاني وشي، او د رياست ښکاره پاليسي دي څو پورې چې پاليسيانې مبهمې وي نو د دې مسلو حل نه شي راوتی.

د باجوړ ځايي خبريال بلال ياسر ډيوه ته وويل د باجوړ د استاذانو اتحاديې نن احتجاجي مظاهره هم کړې او وژل شوي استاذ ته يې د انصاف ورکولو او نورو تعليمي ادارو او استاذانو ته يې د تحفظ ورکولو غوښتنه کړې ده.

"د شفيع الله د پاره يې د شهدا پېکچ غوښتنه کوله، او استاذانو غوښتل چې د کورنۍ بل غړی دې يي په سرکاري نوکرۍ واخستل شي دې ترڅنګ يې سکولونو ته د تحفظ ورکولو غوښتنه هم کوله".

د تېر مارچ مياشت په شروع کې داعش په پېښور کې په يو امام بارګاه د بريد زمه واري هم منلې وه په دغه بريد کې تر 60 پورې تنان وژل شوي وو او نزدې دوه سوه پکې ژوبل شوي وو، پوليسو ويلي دغه بريد کې ککړ تنان يي د پېښې څور ورځې وروسته په يوه مقابله کې وژلي وو.

دغې نه وړاندې په باجوړ، کوهاټ، پېښور، وزيرستان، کرمه ، سبي، پينډۍ او نورو يو شمېر سيمو کې داعش ډلې د هدفي وژنو او د بمي چاودونو زمه وارۍ منلي دي.

د شمېرو تر مخه روان کال دا د داعش په پاکستان کې 11م بريد دی چې په پنجاب کې يې دوه، په پلوچستان کې د يو، او خېبر پښتونخوا کې د اوو بريدونو زمه واري په غاړه اخستې ده چې پينځه په پېښور او درې بريدونه يې باجوړ کې کړی دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG