لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دبجلۍ نرخ نور وخیژول شو،دتیلو نرخ کې هم داضافې سپارښتنه شوې ده


پاکستان دنوي حکومت جوړیدو نه وروسته په وړومبي ځل دبجلۍ نرخونه د یو یونټ‌ پسر څه کم پینځه روپۍخیژول شوي دي اؤ په عین حال کې دپټرولو نرخونو کې هم حکومت ته داضافې سپارښتنه شوې ده.

دبجلۍ دنرخونو تړلو ادارې نیپرا دجمعې په ورځ خپله اعلامیه کې ویلي چې دفیول ایډجسمنټ په مد کې دبجلۍ دیو یونټ نرخ څلور روپۍ اؤ پیسې سیوا کړل شوی دی چې دا اضافه به هم د روانې میاشتې نه پرځائ وي.

په اعلامیه کې ویل‌شوي چې دبجلۍ نرخ کې دا اضافه دیوې میاشتې لپاره ده اؤ له کراچۍ پرته به دګرد هیواد په صارفینو تطبیقیږي.

په عین حال د پټرولیم مصنوعاتو دڅار ادارې اوګرا هم حکومت ته دتیلو نرخونو کې داضافې سپارښتنه کړې ده .

د اوګرا لخوا حکومت ته لیږل شوې سپارښتنه کې ویل شوي چې د پټرولو په یو لیټر کې باید لږ ترلږه ۲۱ اؤ د ډيزلو په یو لیټر کې باید ۵۱ روپۍ اؤ ۳۰ پیسې اضافه وکړي.

د اوګرا وړاندیز کې ویل شوي چې که که په پټرولو پوره لیوي اؤ ټیکس ولګول شي نو بیا په یو لیټر پټروولو کې ۸۳ روپۍ اؤ ډیزلو کې ۱۱۹ روپۍ اضافې ته اړتیا ده.

پاکستاني رسنۍ احتمال ښایي چې د پټرولو نرخ کې داضافې په اړوند به نن حکومت خپله پریکړه وکړي.

تر دې وړاندې تیره میاشت پخواني وزیراعظم عمران خان دپټرولو نرخ کې دیو لیټر پسر د۱۰ روپو اؤ دبجلۍ یو یونټ کې دپینځوؤ روپو دکمي اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دا نرخونه به نور د راتلونکي بجټ پورې نه سیوا کیږي.

خو هغه وخت اپوزیشن ګوندونو دحکومت په دې پریکړه سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې عمران خان دا پریکړه راتلونکي حکومت ته دمشکلاتو پیدا کولو په غرض کړې ده.

دنړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف چارواکو هم په خپلو خبرو کې د پاکستان دعمران خان د لوري د پټرولو اؤ بجلۍ نرخونو کې په سبسډي یا رعایت ورکولو او صنعتي څانګې ته په ټېکس کې د استثنا په ورکولو سختې نیوکې کړې وې.

اسلام اباد کې د بزنس رېکارډ ورځپاڼې د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه ته ویلي که حکومت د ايي ایم ایف شرطونه مني، د بجلۍ او پټرولو په نرخونو کې ورکړی شوي رعایتونه بېرته اخلي نو دې سره به حکومت ته د نورو مالياتي نړیوالو ادارو څخه پورونه اخستل اسان شي خو که داسې نه کوي د ايي ایم ایف سره به د روان شپږ بېلنه ډالرو د پور پروګرام نه وځي.

هغه وايي دوه خبرې دي يو خو به حکومت ايي ایم ایف ته دا باور ورکوي چې د بجلۍ او پټرولیم په نرخونو کې ورکړی شوی رعایت به بېرته اخلي او چې صنعتي څانګې ته د ټېکس په مد کې د استثنا کوم د بخښنې سکيم اعلان کړی هغه به هم رانغاړي او وايي که دا نه وي نو بیا به حکومت ايي ایم ایف ته ددې متبادل پلان ورکوي.

نوموړيې وايي دا وخت چې په هېواد کې کوم سياسي حالات جوړ دي نو په داسې حال کې متبادل پلان ورکول ډېر ګران دي. حکومت په دې وخت کې نور ټېکسونه نه شي لګولی او نه بل څه داسې اقدامات پورته کولی شې چې محصولات ترې پېدا کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG