لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس په پلازمېنه کیېف باندې د بریدونو د زیاتېدو خبر ورکړی


عام خلک د پوځي روزنې په مرکزونو کې د جګړې لپاره روزل کېږي
عام خلک د پوځي روزنې په مرکزونو کې د جګړې لپاره روزل کېږي

واشنګټن - د روس د دفاع وزارت د جمعې په ورځ ویلي، دوی به د اوکراین لخوا په روسي اهدافو باندې د بریدونو په ځواب کې په پلازمېنه کیف باندې خپل بریدونه زیات کړي.

اسوسېټېډ پریس لیکلي، چې روسي چارواکو په اوکرایني ځواکونو باندې تور لګولی چې له روس سره پولې ته څېرمه یې په ملکي استوګنځیو باندې هوایي بریدونه کړي.

روسانو دا هم ویلي، چې د دوی ځواکونو د اوکراین یو هیلي کوپټره هم غورځولې ده کومې چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په کلیموف کلي باندې برید کړی و او همدارنګه د اوکراین یو سخوی جنګي جټ الوتکه یې هم ویشتلې ده.

د یو بل خبر له مخې، روس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ امریکا ته خبرداری ورکړ چې د امریکا او د ناټو لخوا اوکراین ته د وسلو لېږل به د جګړې اور ته نور زور ورکړي او کیدای شي د تمې خلاف پایلې ولري.

واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له تبصرې کولو څخه ډډه کړې.

په سي آی اې کې د روس پخواني څېړونکي جیورج بي بي ورځپاڼې ته ویلي، که په اوکراین باندې د روس یرغل په شا وتمبول شي نو روس کېدای شي اوکراین ته د ناټو د وسلو په کتار باندې برید وکړي او حتی کېدای شي اوکراین ته څېرمه د ناټو په غړو هېوادونو کې هم بریدونه وکړي.

هغه زیاته کړې، "په لویدیځ کې مونږ اکثره داسې انګېرو چې مونږ کولای شو اوکراین ته له کوم حد پرته وسلې واستوو بې له دې چې د روس لخوا له کوم غبرګون سره مخ شو خو زه فکر کوم روس غواړي دا پیغام واستوي چې دا ریښتیا نه ده."

په ورته وخت کې دوه امریکايي وکیلان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ کیېف ته تللي او دا په اوکراین باندې د روس د یرغل د پیل راهیسې لومړني امریکايي چارواکي‌ دي چې له دغه هېواد څخه لیدنه کوي.

له انډیانا څخه ویکټوریا سپارټس او له مونتانا څخه سنېټر سټیف ډېنیس دواړو له کیېف څخه د باندې له بوچا څخه لیدنه کړې چېرې چې د روسانو له وتلو وروسته د ملکي وګړو مړي په سړکونو او ډلیزو قبرونو کې موندل شوي دي.

د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې ارېنا وېریشچوک په ټیلېګرام باندې ویلي، د جمعې په ورځ په نهو بشري دهلیزونو باندې موافقه شوې چې ملکیان پرې وویستل شي او په دې کې له نیول شي مېرېپول ښار څخه هم یو دهلیز شامل دی.

یوه ورځ وروسته له هاغې چې د ماسکو یوه لویه جنګي بیړۍ په توره بحیره کې ډوبه شوه د اوکراین ولسمشر د خپلو خلکو د مقاومت ستاینه وکړه او وویل، زمونږ د خلکو د ژوند تر تولو مهمه پرېکړه دا وه چې جګړه وکړي.

ویلادیمیر زیلېنسکي د زیارت یا پنجشنبې ناوخته خپلو خلکو ته وویل، چې دوی باید د روسانو د یرغل په ۵۰ ورځو کې په ژوندي پاتې کېدو باندې وویاړي ځکه یرغلګرو مونږ ته یواځې پنځه ورځې وخت راکړی وو.

هغه مهال حتی د نړۍ ملګرومشرانو راته وویل چې هر څه پرېږده او دا باور یې نه درلود چې اوکراین به ژوندی پاتې شي.

خو هغوی په دې نه پوهېدل چې اوکراینیان څومره زړور خلک دي، څومره مونږ ازادۍ ته ارزښت ورکوو او څومره مونږ دې ته ارزښت ورکوو چې څه ډول ژوند غواړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG