لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سياسي څېړونکي: د پاکستان موجوده ستونځې د سياسي ګوندونو يو اتحادي حکومت حل کولی شي


پېښور ــــ د پاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري د جيو ټيليويژن «کېپيټل ټاک» پروګرام کې ويلي کومو سياسي مشرانو چې دوی سره په حکومت جوړولو کې اتحاد کړی هغوی سره يې معاهده کړې چې جايز غوښتنې به يې منل کېږي. دی وايي ملک يو داسې صورتحال څخه تېريږي چې بايد سياسي مشران په ګډه ددې لپاره کار وکړي.

د سياسي چارو څېړونکي وايي د هېواد له موجوده سياسي حالاتو څخه داسې څرګندېږي چې په پاکستان کې راتلونکی حکومت به يو اتحادي حکومت وي.

څېړونکي وایي آصف علي زرادري په دې خبره پوه دی چې څنګه به خپل سياسي اتحاديان د ځان سره په حکومت کې چلوي خو بيا هم د ځينو سياسي ګوندونو غوښتنې به ورته سل په سله پوره کول ممکن نه وي.

په پېښور کې مېشت خبريال او د سياسي چاروکار پوه محمود جان بابر وي او اې ډيوه ته وايي پخوانی صدر اصف علي زرداري دا صلاحيت لري چې نور سياسي جماعتونه د ځان سره وچلوي خو حکومت ته به د ځينو سياسي ګوندو سل په سله غوښتنې پوره کول مشکل وي:

"لکه متحده قومي موومنټ يا ايم کيو ايم به زه تاسو ته وويم چې د هغوی يوه نيمه مطالبه داسې ده چې هغه به د سياسي حکومتونو لپاره پوره کول ممکن نه وي ځکه چې خبرې او مطالبې يې د رياست او رياستي ادارو سره تعلق ساتي".

بابر زياته کړه چې په بلوچستان کې به هم د سياسي ګوندونو غوښتنې او ګيلې وي کومې چې به د حکومت لپاره پوره کول ممکن نه وي:

"د دې ترڅنګ په خېبر پښتونخوا کې چې کومه نوې سياسي پارټي جوړه شوې چې مشر يې محسن داوړ دی نو زه ګڼم چې د هغه جماعت به هم غوښتنې وي چې حکومت به يې سل په سله پوره نه کړل شي".

«کېپيټل ټاک» پروګرام کي ځينې ويډيوګانې د پخوانې صدر د هغه مرکې نه هم نشر شوي کومه چې جيو ټيليويژن په کال 2019 کې ريکارډ کړې وه خو د بندیز له امله نه وه نشر شوې.

محمود جان بابر زياته کړه چې د تېرې مرکې ځينې برخې په موجوده حالاتو کې خپرول ښيي چې په پاکستان کې مېډيا د حکومت په کنټرول کې ده.

دی وايي چې د پخواني صدر آصف علي زرادري د کال 2019 انټرويو اوس چلېدو نه خو دا مالومه ده چې په هغه وخت کې هم د مېډيا کنټرول د سياسي حکومت په لاس کې وو او څه به چې عمران خان او د هغه حکومت غوښتل نه هغه به کېدل:

"کېدی شي چې ځيني ادارې ورسره هم شاملې وې خو اوس يې نشر کېدل ښيي چې دا د سياسي حکومت فيصله وه".

د انتخباتو کولو په اړه د يو سوال په ځواب کې د پخواني صدر وېنا وه چې د ملک اقتصادي وضعيت ښه شي او د بهرني هېوادونو سره چې د تېر حکومت له وجې کوم تعلقات خراب شوي هغه بحال شي نو بيا به عمومي انتخابات کېږي.

د پېښور پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد پروفېسر عبدالروف وي او اې ډيوه ته وايي په موجوده حالاتو کې پاکستان پيپلز ګوند او نور اتحادي جماعتونه به يې د پاکستان تحرک انصاف ګوند د ناکامه کولو لپاره ضرور د اتحاد څخه کار اخلي او په دې توګه د يو اتحادي حکومت جوړېدو قوي امکان شته.

نوموړي زياته کړه که دوی سره دا ويره وي چې دوی به د يو بل نه جدا کېږي نو موجوده وخت کې چې کوم پي ټي ايې ګوند اپوزيشن کې دی هغه مخکې راځي او د دوی دا حکومت ړنګېږي نو دا ويره به تر ډېر وخته پورې دوی يو ځای وساتي او د يو بل سره رعايت کولو په نتيجه کې دا ممکنه ده چې حکومت خپل وخت پوره کړي۔

پرفېسر عبدالروف دا هم وويل که د يوې پارټۍ حکومت وي نو هغه به زيات مستحکم وي خو د ملک چې کومې موجوده مسلې دي نو هغه يوه پارټۍ نه شي حل کولی نو پکار ده چې سياسي پارټۍ په کمو شرطونو باندې رانيزدې شي او يو بل سره اتحاد وکړي.

د روانې مياشتې په 9 نېټه د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت د تېر وزيراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ تحريک کاميابۍ وروسته ختم شو او په نتيجه کې د هغه وخت د مخالفه ګوندونو اتحاد واک ترلاسه کړو، د پاکستان مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف د پاکستان وزير اعظم جوړ شوی خو لا تر دې دمه وفاقي کابينه نه ده اعلان شوې.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG