لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا افغانستان ته ۱۱ ځانګړې شوې هیلې کوپټرې اوکراین ته ورکوي


واشنګټن – د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، هغه ۱۱ هیلې کوپټرې چې افغانستان ته ځانګړې شوې وې، اوس به اوکراین ته واستول شوي.

ښاغلي کربي په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل،

"هو دا Mi-17 ډوله هغه الوتکې وې چې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې وې. دا زمونږ په زېرمو کې دي او مونږ سره دي. مونږ لا افغانستان ته نه وې لېږلې. اوس مونږ دا هیلې کوپټرې اوکراین ته استوو."

کربي زیاته کړه، زه به دا هم یاده کړم او ستاسو به هم په یاد وي چې مونږ تر دې مخکې اوکراین ته پنځه نورې دا ډول هیلې کوپټرې هم استولې دي او دا لومړی ځل نه دی چې دغه ډول الوتکې اوکراین ته استوو.

د راپورونو له مخې، امریکا دا ډول ۳۲ نورې هیلې کوپټرې د افغانستان تېر حکومت ته ورکړې وې خو په افغانستان کې د جمهوري نظام له اوښتو وروسته د امریکا او افغانستان ترمنځ د پوځي مرستو دغه بهیر اوس درېدلی دی.

د بي بي سي د یو راپور له مخې،‌ په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر وخت افغان هوايي ځواک شاخوا ۱۶۷ پوځي الوتکې او هیلې کوپترې درلودې چې اکثره یې له امریکا څخه ترلاسه کړې وې.

په کابل د طالبانو له قبضې وروسته د افغانستان امنیتي ځواکونه وپاشل شول، ډېرې الوتکې وېجاړې کړای شوې او په یو شمېر هیلې کوپټرې د افغانستان شمالي ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او ازبکستان ته د ۱۵۰ افغان پیلوټانو او کارکونکو سره واړول شوې.

خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي هغه مهال ویلي وو چې له افغانستان څخه وېستل شوې هیلې کوپټرې به طالبانو ته نه ورکول کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG