لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اوکراین د جګړې وروستی حال


واشنګټن - د اوکراېن ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلی دي چې هېواد یي د مارېوپول ګېرچاپېره د روس لخوا د اچولی شوی ګېرې د ماتولو هڅې کوي.‌

روس په دې جنوبي ښار کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړی او د اوکراین په سرښار کېف د د توغندیزو بریدونو د زیاتولو ګواښونه کوي.

زېلېنسکي وېلی دي چې د ماريوپول په حالاتو يې د هېواد د پوځي مشرانو سره ليدلی دي.

زېلېنسکي وایي تفصيل ولس سره نه شي شریکولی خو د خپل ولس د تحفظ د پاره تر خپل وسه کوښښ کوي.

زېلېنسکي د جګړې په ډګر کې د خپل پوځ کامیابي یو تاریخي ارزښت بللی ده خو زیاتوي له یرغلګرو څخه د خپل هېواد د پاکولو د پاره د لا ناکافي دي خو د نورو سره به مخالفه قوت ته ماتې ورکړي.‌

د سي اېن اېن خبري ادارې سره د جمعې په ورځ د خبرو په وخت د اوکراېن ولسمشر وویل چې د روس سره په جګړه کې له دوه نيمو زرو څخه تر د دریو زرو پورې اوکراېنی پوځیان وژلی شوي دي او نور لس زره ژوبل شوی دي.

زېلېنسکی دعوا کړی چې د روس مرګ ژوبله د نورلس زرو نه تر شلو زرو پورې ده.

د مارچ د مېاشتې په اخري ورځو کې روس ویلي وو چې په اوکراېن کې د دوي نېزدې دېارلس نيم زره پوځیان وژل شوي دي.

د ناټو یو اعلی پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلی دي چې تر دې وخت پورې د روس د اووه زرو نه تر پنځلس زرو پورې پوځيان وژل شوی دي.

د اوکراېن د دفاع وزارت وېاند اولېکسېندر موتزېنېک ویلی دي چې د فبرورۍ د مياشتې په څلورويشتمه نېټه په اوکراېن د یرغل وروسته روس په لومړي ځل د جمعې په ورځ‌ په ماریوپول حمله کې د اوږده واټن وایشتونکي توغندي کارولی دي.

موتزېنېک د ماريوپول حالات کړکېچن بللی دي. او ویلی دي چې په ښار کې جګړه روانه ده او د روس ځواکونه په ښار د حملې د پاره مسلسل د کومک غوښتنې کوي، خو تر دې دمه روس په ښار مکمل قبضه نه ده کړی.

د دې اوونۍ په شورو کې روس د ماسکوا نومې د جنګي بېړې د ډوبېدو وروسته د اوکراین په سرښار مېزاېلې ورولی دي.

د امرېکا یو اعلي پوځي چارواکوي د اوکراین د هغې دعوې مرسته کړی چې واېی د اوکراېن د ځواکونو د بمبارۍ په وجه دغه جنګي بېړې ‌ډوبه شوی ده. د روس چارواکی لا هم دا دعوې کوي چې په بېړۍ کې اور لګېدلی وو.

روس ویلی دي چې په کېف کې يې یوه فېکټري په میزايلو ويشتلی ده. او په ښار د نورو ميزاېلي حملو خبردارې يې ورکړی.

د روس د دفاع وزارت د جمعې په ورځ ویلی دي چې په بريدونه کې اضافه يې د اوکرېن د خوا په روس کې په رهاېشي ودانۍ د بريد په ځواب کې کړی ده. د اوکراین چارواکو په روس کې د هدف په نخښه کولو پخلی نه دی کړی.

د جمعې په ورځ خبري غونډې ته خپله وېنا کې د کېف د سېمې د پوليس مشر اندری نېبيټوف ویلی دي چې د روس د وتلو وروسته د نهو سوو نه د زیاتو عامو کسانو مړي يې موندلی دي.

دې زیاتوي تر دې دمه درې نيم سوه مړي په بوچا کې موندلي شوي دی خو دا شمېر زیاتېدی شي ځکه چې هره ورځ لا نور مړي رامخې ته کيږي.

روس په دې مياشت کې د شمالي اوکراېن نه پوځیان ويستلی دي.

خو د اوکرېن په مشرقي سيمو کې د روس پوځیانو عمليات سېوا کړي دي. او د سيمې ګورنر وېلی دي چې په خارکېف کې په ولسي ودانۍ د روس بمبارۍ کې اووه کسان مړه شوی او څلور دېرش ژوبل شوی دي.

د اوکراېن ناېب وزيرې ارېانا ورېشچک وېلی دي چې د جمعې په ورځ د ماريوپول، لاوهانسک او نورو سيمو نه خلک محفوظ ځایونو ته ويستلی شوی دي.‌

د جمعې په ورځ روس د یورپي اتحاد اتلس سفارتکار د هېواد نه وېستلی دي.

دا ګام د هغې په ځواب کې رامخې ته شوی چرته چې د دې مياشتې په شورو کې یورپي اتحاد برسلز کې د اتحاد د پاره د روس نورلس پاخه استاذي د غیر سفارتي هلو ځلو په تور کې وېستلی وو.

د روس خارجه وزارت وېلی دی چې د يورپي اتحاد سفير ته يې خپل احتجاج څرګند کړی.

يورپي اتحاد د روس فېصله ځوابي ګام بللی دی.

د جرمنی چارواکو وېلی دي چې حکومت اراده لري د پوځي ساز وسامان باندې نورې دوه بلينه ډالره خرچ کړي، دا به زیاتره د اوکراېن د مرستو د پاره وي.

ماسکو تمه لري چې ډیر زر به په ماريوپول قبضه وکړي او دا به د دوي یو غټ ښار نېول وي.

په دې ښار کې د جنګ نه وړاندې څلور لکه خلک اوسیدل خو د هفتو راهیسې د روس د پوځي بمبارۍ په وجه ښار کهنډر شوی دی اوپه زرګونو خلک په ښار وس هم ګېر دي.

د اوکراېن چارواکی وایي په زرګوکو عام خلک وژلی شوي دي.

XS
SM
MD
LG