لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو کې دافغانستان استازولي وایي پاکستان یې پرخاوره تیری اؤ دنړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده


په ملګرو ملتونو کې دافغانستان دایمي استازولۍ د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې دپاکستاني پوځ لخوا شوي هغه هوایي بریدونه په کلکه غندلي چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۴۰ زیات کسان شوي دي

پخپل یو بیان کې په ملګرو ملتونو کې دافغانستان دایمي استازولۍ ویلي د پاکستان د هوايي ځواکونو لخوا په افغانستان کې دننه بریدونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په خلاف یو تیری دی او دا د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او دامنیت شورا د پریکړه لیکونو ښکاره سرغړونه ده.

خو په عین حال کې بیا دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر شنبې په ورځ خپله یوه اعلامیه کې ویلي دافغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري اؤ دافغانستان دخاورې نه په پاکستاني پوځیانو کېدونکو بریدونو باندې یې اندېښنه هم ښودلې ده.

تیره ورځ په رسنیو داسې دعوې مخې ته راغلي چې دپاکستان جیټ الوتکو دافغانستان خوست اؤ کونړ ولایتونو کې په پاکستاني کډوالو دجیټ الوتکو نه بمبارۍ کړي چې دښځو اؤ ماشومانو په ګډون پکې تر۴۰ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

پرون کابل کې دپاکستان سفیر منصور احمد خان هم ددې بریدونو له امله دافغان دولت له لوري اخظار کړی شوی ؤ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د توپونو ډزې له یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې راهیسې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې او دځاي افغانانو دبې کورۍ لامل شوي دي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د تروریزم او له تاوتریخوالي ډک افراطیت سره په مبارزه کې باید یوه جامع نکته وجود ولري اؤ ویل شوي په هیڅ صورت کې تیری اؤ د ملکي وګړو وژنه جواز نه لري

داعلامیې له مخې افغان ولس له تېرو شلو کلونو راهیسې دترهګرۍ اؤ تروریستي اعمالو قرباني شوی.

د دایمي استازولۍ اعلامیه کې پر پاکستان غږ شوی چې ژر تر ژره ددغه ډول تېريو مخه ونيسي او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي.

په عین حال کې پاکستان تور لګولی چې دافغانستان دخاورې نه یې په پوځیانو بریدونه کیږي اؤ وایي په دې بریدونو کې په دې وروستیو کې زیاتوالی راغلی دی.

دخالي په ورځ خپله یوه اعلامیه کې دپاکستان دکورنیو چارو ددفتر ویاند ویلي دافغانستان خپلواکۍ اؤ ازادۍ ته درناوی لري خو وایي پاکستان دترهګرۍ لپاره دافغانستان دخاورې دکارؤل کیدو په سختو ټکو غندنه کوي اؤ "دا ترهګري د دواړو هیوادونو دپولو دثبات ټینګولو لپاره زمونږ هڅو ته زیان رسوي "

دپاکستان دخارجه دفتر ویاند غوښتنه کړې ده چې دافغانستان دخاورې څخه پاکستان کې په بریدونو کې دککړو کسانو پرضد باید افغان دولت ګامونه واخلي اؤ دافغانستان اؤ پاکستان سرحدي سیمې دې خوندي کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG