لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراين وايي، ماريوپول ښار يې په لاس کې دی


د اوکراين وزیراعظم د اتوار/ يکشنبې په ورځ ويلي، چې سټراټيجیکي ساحلي ښار ماريوپول يې لا په کنټرول کې دی.

وزيراعظم ډينس شمېهل د امریکا (اې بي سي) خبري ادارې ته ویلي، ماريوپل ښار سقوط شوی نه دی، د اوکراين په لاس کې دی.

هغه دغه بيان وروسته له هغې ورکړی چې روس په دغه ښار کې جنګيالو ته ويلي وو چې وسله وغورځوي.

د اوکراين وزیراعظم ويلي، اوس هم اوکرايني پوځ ولاړ دی او تر اخري وخته پورې به جنګیږي.

د اوکراين د وزيراعظم نه پوښتنه شوې چې د روس صدر په دې باور دی چې ماسکو جګړه ګټي، شمېهل ويلي، چې په څو ښارونو کې جګړه روانه ده او يواځې په جنوب کې د خيرسن ښار د روس په کنټرول کې دی.

هغه ويلي، د اوکراين د 900 نه زيات ښارونه، کلي او علاقې د روس د يرغل نه ازادې دي، او اوکراين هيڅ اراده نه لري چې ختيځ کې تسليم شي.

د خالي/ شنبې په ورځ د اوکراين صدر زيلنسکي ویلي، که ماريوپول محاصره کيږي او پوځيان وژلی شي نو د خبرو عمل به ودرولی شي.

خو د روس صدر ولاديمير پيوټن د وړاندې نه ویلي خبرې اترې نزدې چې مړې دي.

او شمېهل د اتوار په ورځ ويلي، که ممکنه وي اوکراين سفارتي حل غواړي، هغه زیاته کړې خپل ملک، خپلې کورنۍ او خپله خاوره نه پرېږدي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG