لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: په چاودنو کې شپږ تنه وژل شوي


د افغانستان د پلازمينې کابل په 18 حوزه کې د عبدالرحيم شهيد ليسه (هايي سکول) سره نزدې په چاودنو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او 11 نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کابل پوليسو وياند خالد ځدران په ټويټر ويلي،

"نن غرمه 10 بجې دی اتلسمې حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید د ليسې مخې ته په بيلابيلو چاودنو کې د لومړنیو معلوماتو لمخې زمونږ 6 تنه هيوادوال په شهادت رسېدلي او 11 نور ټپیان شوي".

له دې وړاندې نوموړي ويلي وو،

"دی اتلسمې حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید په ليسه کې دي درو بيلابيلو چاودنو له امله زموږ شیعه هيوادوالو ته تلفات اوښتی چې جريان به یې وروسته شریک کړو"​.

ويل شوي چاودنې هغه وخت شوي چې د سکول څخه زده کوونکو رخصتي کوله.

د ځايي ميډیا ترمخه په چاودنو کې د 30 پورې کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د اېمرجنسي اېن جي او په نوم ټويټر اکاونټ ويلي،

په کابل کې د سکول سره نزدې دوه چاودنې شوي، تراوسه پورې د چاودنې د ځای څخه زمونږ روغتون ته اووه ژوبل ماشومان راوړل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG