لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زیلینسکي: د اوکراین د ختیځ لپاره جګړه پیل شوې ده


واشنګټن – د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي ویلي، روس د اوکراین د ختیځ د نیولو لپاره جګړه پیل کړې ده او د روسانو یو توغندی په لویدیځ ښار لېوایو کې لګېدلی چې لږ تر لږه اوه کسان پکې وژل شوي دي.

زیلېنسکي د ګل یا دوشنبې په ورځ په یوې ویډیوي وینا کې ویلي، "اوس مونږ ویلی شو چې روسي ځواکونو د ډانباس لپاره جګړه پیل کړې ده، د کومې لپاره چې هغوی د اوږده وخت راهیسې تیاری نیسي."

هغه وویل، اوس د روسي ځواکونو د یوې لویې برخې پام دغو عملیاتو ته اوښتی دی.

د ډانباس په سیمه کې د لوهانڅک او ډونیڅک دوه ولایتونه پراته دي چې له مخکې څخه نیم د روس پلوو بېلتون غوښتونکو تر واک لاندې دي او همداسې د مېرېپول د سرحدي ښار په اوږدو کې تر جنوب پورې.

د دغې سیمې له نیولو سره به روس په دې وتوانېږي چې له کرایمیا سره یو ځمکني دهلیز جوړ کړي.

روسانو په ۲۰۱۴ کال کې کرایمیا نیولې وه.

روس په یو تازه خبرداري کې په میریپول بندري ښار کې له اوکرایني سرتېرو څخه غوښتي دي‌ چې خپلې وسلې پر مځکه کېږي او که هغوی د نهې یا سې شنبې تر ماسپښینه دا کار وکړ نو ژوندي به پاتې شي.

خو اوکراینیانو تر دې مخکې، څو ځله د مېرېپول ښار د تسلیمولو غوښتنې رد کړې دي.

د لویدیځ پوځي چارواکو ویلي وو چې د کیېف او د شمال له شاخوا سیمو څخه په دې وروستیو اونیو کې د روسي ځواکونو له وتلو وروسته به هغوی اوس د اوکراین ختیځ‌ ته ټول پام واړوي.

د لویدیځ لېوایو ښار والي مکسیم کوزېسکیو ویلي، درې توغندي په پوځي سیمو لګېدلي او بل د موټرو په یوې مستري خانه لګېدلی دی.

لیوایو د پولېنډ په ۶۰ کیلومټرۍ کې پروت دی او تر اوسه د روسانو په یرغل کې چې کابو دوه میاشتې کېږي خوندي پاتې وو.

دغه ښار په اوکراین کې ډېر مهم دی ځکه د لویدیځو متحدینو لخوا وسلې په همدې لاره اوکراین ته ورځي.

د پنټګان ویاند جان کربي وویل، امریکا سره هېڅ داسې شواهد نشته چې په لیوایو کې دې د لویدیځ په کومې مرستې باندې برید شوی وي.

نوې جګړه په داسې حال کې پیل شوې ده چې د روس ولسمشر ویلادمیر پوتین له اقتصادي چارواکو سره په یو ویډیو ټیلیفون کې وايي، چې د امریکا او د متحدینو بندیزونه ناکامه شوي دي.

هغه ویلي، لویدیځ تمه لرله چې په چټکۍ سره مالي اقتصادي حالت واړوي، په مارکېټ کې وېره پیدا کړي او بانکي سیستم سقوط کړي خو هغه زیاته کړه، دغه اقتصادي هڅې ناکه شوي دي.

لویدیځو چارواکو ویلي، چې بندیزونو روسیه ریسیشن یا اقتصادي رکود ته ټیله کړې او دا به د روس اقتصاد د کلونو لپاره ژوبل کړي.

کله چې د سپینې ماڼۍ له مطبوعاتي مشرې جن ساکي نه د ګل یا دوشنبې په ورځ پوښتنه وشوه چې ایا د بایډن اداره د روس په وړاندې په نورو بندیزونو هم غور کوي نو هغې وویل،‌ امریکا به په دومداره توګه خپل بندیزونه پراخ کړي او د بندیزونو د کلکولو لپاره به هم ګامونه پورته کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د نهې یا سې شنبې په ورځ له خپلو متحدینو سره په ویډیوي خبرو کې په دې غږېږي چې له اوکراین سره ملاتړ دوامداره او روس مسول وګڼل شي.

روس له دغو عملیاتو څخه خپله موخه د اوکراین بې وسلې کول او دغلته د ملت پالو ماتول یاد کړي.

کیېف او د لویدیځ متحدین یې وايي، دا د روس لخوا د خپل یرغل لپاره غلطې ادعاوې دي د کوم له امله چې ۴،۴ میلیونه اوکراینیان کډوال شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG