لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان وکیلانو نن د چاغي پر ډریورانو د ډزو په ضد له عدالتونو بایکاټ کړی وو


کوټه ـــ د چاغي شپږ ژوبل شوي احتجاج کوونکي د کوټې سيول روغتون ته وړل شوي دي، د پېښې پر ضد د بلوچستان وکیلانو نن عدالتونو ته د احتجاج په توګه نه دي وړاندې شوي.

تېره ورځ د بلوچستان په چاغي سيمه کې پر احتجاج کوونکو د ډزو د پېښې پر ضد نن د صوبې د وکيلانو تنظيم بلوچستان بار کونسل په ټول ايالت کې د عدالتونو بايکاټ کړی او يو وکيل هم عدالت ته وړاندې نه شو.

د بلوچستان بار کونسل چېرمېن ايګزيکټيو کمېټۍ ايوب ترين له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل پر احتجاج کوونکو ډزې کول غیرقانوني عمل دی او احتجاج د هر چا جمهوري او قانوني حق دی:

دغه احتجاج د چاغي پر احتجاج کوونکو د امنیتي عسکرو د ډزو پر ضد دی، پر احتجاج کوونکو ډزې کول غېر قانوني عمل دی، احتجاج د ھر چا قانوني حق دی”.

د چاغي د ضلعي چارواکو په خبره د دوشنبې- ګل په ورځ د چاغي اوسېدونکو د ايف سي کېمپ مخې ته احتجاج کاوه چې په همدې وخت پر احتجاج کوونکو ډزې شوې چې په نتيجه کې يې اته تنه ټپيان شوي وو.

په ټپیانو کې شپږ تنه د کوټې سېول روغتون ته وړل شوي دی، د سيول روغتون وياند وسيم بيګ وي او اې ډيوه ته وويل:

“روغتون ته راوړل شوي شپږ سره کسان په ډزو لګېدلي په کوم کې چې د يوه حالت له خطر سره مخ دی”۔

د ځايي خبريالانو په وينا احتجاج کوونکي تور پورې کوي چې پر دوی باندې ډزې د امنيتي ځواکونو عسکرو کړې دي، خو د امنتي ځواکونو له لوري په دې اړه کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی.

د احتجاج کوونکو په خبره دوی دا احتجاج د 14م اپرېل په ورځ د امنيتي عسکرو په ډزو د وژل شوي ډرايور لپاره د انصاف غوښتلو په موخه کاوه.

د رپورټونو تر مخه پر څوﺭلسم اپریل د چاغي په ډکه سيمه کې 200 ته نیژدې موټر چلوونکو غوښتل چې د افغانستان نيمروز ولایت ته د ورځني کاروبار لپاره واوړي او بيرته راواوړي، خو هلته پر موقع موجود امنتي عسکرو دوی د امنيت د خوندي ساتلو په موخه نه پرېښوول او په دې وخت کې يو ډرايور د موټر د ځغلولو ھڅه کړې چې د عسکرو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د بلوچستان وزیراعلی میر عبدالقدوس بزنجو د يادې پېښې رپورټ طلب کړی او د چاغي مرستيال کميشنر يې د سزا په توګه له خپلې دندې لرې کړی دی.

وزيراعلی ويلي د پېښې پلټنې او د وژل شوي ډرايور کور ته به انصاف ورکول کېږي.

د چاغي يو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ډيوه ته وويل، نن د سهه شنبې- نهې په ورځ د بلوچستان ايالت چيف سيکریټري مطهر نياز رانا او نور لوړ پوړي حکومتي او پوځي چارواکي د پېښې د جاج اخيستلو لپاره يادې سیمې ته رسېدلي او پر 14م اپرېل په ډزو د وژل شوي ډرايور کور ته د فاتحې لپاره هم تللي دي.

د چارواکي په خبره چې حکومت د احتجاج کوونکو غټې غوښتنې منلې او اوس احتجاجونه ختم شوي دي:

"په پېښه کې د ټپي شويو کسانو درملنه، په ډزو د وژل شوي ډرايور له کورنۍ سره مالي مرسته، له افغانستان سره پر پوله د کاروبار لپاره اسانتياوې جوړول او زياتو ډرايورانو ته پر کرښه د تګ راتګ اجازت او ھغوی ته د زيات وخت ورکولو وعدې شوې دي".

د رپورټونو له مخې شپږ ورځې وړاندې د افغانستان پولې ته څېرمه په چاغې سیمه کې د امنيتي ځواکونو په ډزو يو موټر چلوونکی وژل شوی وو، په هم هغه ورځ د يادې پېښې پر ضد هلته احتجاج کوږنکو 200 ته نېږدې ډرايورانو څخه امنیتي عسکرو د هغوی موټر اخيستي او ناکاره کړل شوي وو، ډرايوران په سلګونه کلوميټره په پښو تګ کولو ته اړ کړل شوي وو.

د یادې پېښې پر ضد د چاغي اوسېدونکو احتجاجونه کړي وو او په پېښه کې ککړ امنيتي عسکرو پر ضد د مقدمې د درج کولو او ککړ کسان يې د قانون و منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې.

د ضلعي چاروکو په خبره تر اوسه پورې د کوم چا پر ضد مقدمه نه ده درج شوې، ضلعي چارواکي په دې اړه له نور تفصيل ورکولو ډډه کوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG