لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روغتيا د نړيوال سازمان ټيمونو بلوچستان کې د پوليو کېمپينونه کامياب ګڼلي


کوټه ــــ له پښتونخوا سره د بلوچستان د لګېدلې ضلعې شېراني روغتيايي چارواکي وايي، چې د روغتيا نړيوال سازمان په سيمه کې د پوليو ضد کمپېنونه کامياب ګڼلي ځکه چې د ډبليو ايچ او ټيمونو په رپوټ کې يو ماشوم هم له څاڅکو ورکولو نه دی پاتې شوی.

د ضلعې د روغتيا چارواکي ډي ايچ او ډاکټر دولت شاه حريفال وي او اې ډيوه ته ويلي، چې ضلعې ته له درو لارو خلک راځي، له پنجاب او خيبرپښتونخوا کوچيان او هغه خلک چې د موسم د بدلېدو پر وخت کډې کوي.

ښاغلی حریفال وایي د دوی ټيمونه په ټولو لارو راتلونکي ماشومان وېکسين کوي او هغو سيمو ته ورځي چې موسمي کورونه وي او پکې خلک ژوند کوي:

"له درېو لارو شېراني بلوچستان ته خلک راځي، له ډېره غازي خان موساخېل، ډېره اسماعيل خان دهانه سر او بل له وزيرستان بنو د ميرعلي خېل له لارې راځي. موږ د لېويز پر چيک پوسټونو ماشومان وېکسين کړي او وروسته په بېلابېلو سيمو کې ګرځنده ټيمونو دغه ماشومان ويکسين کړي دي".

ډاکټر دولت شاه حريفال زياتوي چې کوچيان د پوليو وايرس له يوې سيمې بلې ته وړونکي خلک دي او په وروستيو کې په افغانستان کې د پوليو مثبت کېس ته په پام سره په بلوچستان کې ځانګړی کېمپين ترسره شو:

"په بلوچستان کې په هغه سيمو کې ځانګړی کمپېن تر سره شو، په کومو کې چې کوچيان تګ راتګ کوي او يا هم استوګنه کوي. د روغتيا د نړيوال سازمان ټيمونو سيمې ته راغلي خو يو هم داسې ماشوم يې ونه موند چې له پوليو څاڅکو پاتي شوی وي".

په بلوچستان کې په تېرو څورلس مياشتو کې يو ماشوم هم په ګوزڼ نه دی اخته شوی او د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی، روغتيايي چارواکي وايي چې د پرله پسې کېمپينونو او هڅو په نتيجه کې د پوليو وايرس تر ډېره حده ختم شوی دی.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG