لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مفتي تقي عثماني طالبانو ته خط: جينکو ته د تعليم مناسب انتظام ضروري دی


په پاکستان کې د دیوبند مکتبه فکر سره تعلق لرونکي ديني عالم مفتي تقي عثماني په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د مشر ملاهبت الله په نوم خط ليکلی او ورته يې ويلي چې، "زمونږ راې دا ده چې په شرعي حدودو کې د جينکو د تعليم مناسب انتظام ډېر ضروري دی".

ياد خط چې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی، پکې ويل شوي "د ښځو د مسلو لکه علاج، تعليم او خېرښېګړې د کارونو دپاره تعليم يافته/ ليکلې لوستلې ښځې د ملک مهم ضرورت دی، د دې دپاره چې په ټولنه کې د ښځو او سړي د اختلاط دا فتنه ختمه شي، او دوېم د دې تاثر ختمېدو ضرورت دی چې اسلام يا امارت د ښځو خلاف دی، ځکه د دوی د تعليم داسې انتظام ضروري دی چې د هلکانو نه جدا وي".

د ياد خط په اړه وي او اې ډيوه د مفتي تقي عثماني د سيکرټري رفعت سعيد سره خبرې کړي او نوموړي ويلي نه د دې خط تصدیق او نه ترديد کولی شي، او نه دا ويلی شي چې د دې تصديق او ترديد به څوک کوي، خو د وفاق المدارس وياند طلحه رحماني دغه خط تاييدوي.

ياد ديني عالم مفتي تقي عثماني په پاکستان کې د غټ مذهبي بورډ وفاق المدارس العربيه پاکستان مشر او دارالعلوم کراچۍ مرستيال مشر دی.

خو دا خط په داسې حال کې ليکل شوي چې په افغانستان کې د تېر کال اګست په میاشت کې طالبان په واک کې راغلي، سکولونه يې بند کړي او بيا يې د پينځم ټولګي پورې هلکانو او جينکو دپاره سکولونه پرانستي خو د مارچ په میاشت کې يې د شپږم ټولګي نه بره جينکو دپاره سکولونه پرانسته او بيا يې هم په هغه ورځ وتړلې.

څيړونکی او د واشنګټن پوسټ خبريال حقنواز خان وایي، د ديوبند مکتبه فکر علما په افغانستان کې د طالبانو سره اړيکې لري او د يو څه حده پورې په دوی اثر هم لري.

خو وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، هغه ګڼي چې د ديوبند مکتبه فکر عالمانو د افغانستان او پاکستان په اړه نظرونه بدل دي، لکه د ديوبند مکتبه فکر علما د پولې نه پورې غاړې ته په افغانستان کې د خپل طرز حکومت خبره کوي او په پاکستان کې د بل نظام خبره کوي.

نوموړي زیاته کړه د ديوبند مکتبه فکر عالمانو بچي او د افغان طالبانو خپل بچي هم په ښه ځايونو کې تعليمونه ترلاسه کوي، نو پکار ده چې افغانانو جينکو ته د تعليم حق ورکړي، او په دغه لړ کې د علماو کردار مهم دی، او د افغان ټولنې دپاره د جينکو تعليم په خپله اړين دی.

طالبانو چې په 23 مارچ د جينکو دپاره تعليمي ادارې پرانستې خو بيا يې تړلې او ويلي يې وو، د جينکو دپاره به تعليمي ادارې تر هغې تړلې وي څو پورې چې د تعليمي ادارو د بيا پرانستو دپاره د اسلامي شرعي قانون لاندې پلان نه وي جوړ شوی.

امریکې د طالبانو په دغه پرېکړه په دوحه کې د طالبانو سره ټاکل شوې خبرې ختمې کړې وې.

امریکا، برتانیې او يورپي هيوادونو هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او په طالبانو یې غږ کړی چې په سمدستي ډول د جينکو دپاره د سکولونو تړلو پرېکړه بیرته واخلي او سکولونه پرانيزي.

خبریال او څيړونکی طاهر خان وايي، په پاکستان کې د دیني عالمانو د طالبانو سره اړیکې دي او د دې خلکو نه تمه هم لرلی شي چې په دغه لړ کې خپل کردار ادا کړي، او د مفتي تقي عثماني په شان خلکو په خبره که طالبان عمل نه کوي هم، خو يو څه اثر ضرور لري.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، تقي عثماني کوشش کړی او د هغې په شا نور هم ځينې علتونه کېدی شي، لکه دا خلک په نظر دي يو مکتبه فکر لري، او بيا په پاکستان کې جينکۍ تعليم کوي، ښځې روزګارونه کوي او په افغانستان کې حالات بدل وي، نو د دې خلکو ته تمه هم لرل کيږي او په افغانستان کې بيا په طالبانو په دغه لړ کې نيوې هم کيږي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو يوې فعالې چې خپل نوم يې نه څرګندول غوښته، وي او اې ډيوه ته ويلي چې د افغانستان په تعليمي نظام کې غېر شرعي هيڅ نشته.

هغې وويل طالبان د جينکو په تعليم بندېز د دې دپاره لګوي چې د دغه لارې په نړۍ فشار واچوي چې حکومت يې په رسميت ومني.

د سياسي چارو کار پوهه صديق منصور وايي، په قران او حديث کې دي چې په ښځو او سړو تعليم فرض دی، پکار ده چې جينکۍ تعليم ترلاسه کړي، د ټولنې روزنه ښځې کوي، د ماشومانو تربيت کوي نو پکار ده چې د ټولنې دپاره جينکو ته د تعليم اجازه ورکړی شي.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې په نړۍ کې يو حکومت هم په رسمیت نه دی منلی.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د ډيوه خبريال عبدالرزاق شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG