لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوتین د ماریپول په جګړه کې د بري ادعا کړې خو اوکراین رد کړې ده


پوتین خپل د دفاع له وزیر سره

واشنګټن- رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین د اوکراین د کلابند شوي بندري ښار ماريپول په جګړه کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د بریا اعلان کړی.

دا په داسې حال کې چې په سلګونو اوکرایني سرتېري لا تر اوسه هم هلته د ازووېستول په نامه د پولادو په یوې کارخانه کې اېسار پاتې دي.

پوتین له کرملن څخه په یوې ویډیو کې خپل د دفاع وزیر سرګې شایګو ته وویل،

"تاسو په بریالۍ توګه د مېرېپول د ازادېدو لپاره جنګي هڅې بشپړې کړي. اجازه راکړه چې په دې مناسبت تاسو ته مبارکي درکړم او مهرباني وکړئ زما مبارکیانې سرتېرو ته هم ورسوئ."

پوتین زیاته کړه،

"زه په صنعتي سیمه باندې ورتګ غیر ضروري ګڼم. زه تاسو ته حکم کوم چې هغه کنسل کړئ. د دې اړتیا نشته چې په دې صنعتي ودانۍ باندې ور پورته شئ. تاسو دغه صنعتي سیمه داسې بنده کړئ چې یو ماشی هم تېر نشي."

شایګو پوتین ته ویلي، چې روسانو د ماریپول د نیولو په کمپاین کې تر ۴۰۰۰ زیات اوکرایني سرتېري وژلي دي او ۱۴۷۸ یې تسلیم شوي خو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دې تایید شوي.

رویټرز وايي، د پوتین د ادعا په اړه چې کله د اوکراین د دفاع وزارت له ویاند څخه پوښتنه وشوه نو هغه وویل، له دې ښکاري چې د کرملن رهبران په شېزوفرینیا باندې اخته شوي دي.

"د ماریپول ښار د اوکراینیانو سره وو، دی او پاتې به وي. ځکه زمونږ تکړه اتلان د امکان تر بریده له ښاره دفاع کوي. نو دا پروا نه کوي چې په روس کې کوم بیانونه ورکول کېږي. دا ښار د اوکراین وو او وي به."

د اوکراین د ولسمشر سلاکار اولېکسې اریستووېچ ویلي،

"دوی په فزیکي توګه ازووېستول نشي نیولی. دوی په دې پوه دي. دوی هلته ډېر تاوانونه کړي. او زمونږ دفاع کونکو دا ځای ساتلی دی."

بل پلو د اوکراینیانو لخوا د وسلو د غوښتنو په ځواب کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ لکه د تېرې اونۍ په څېر د ۸۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نوره پوځي مرسته له اوکراین سره اعلان کړه.

همدارنګه د هسپانیې او ډنمارک لومړي وزیران د لویدیځ تر ټولو وروستي رهبران دي چې له کیېف څخه لیدنه کوي. دواړو مشرانو د وسلو ورکولو ژمنه هم کړې.

د ماریپول ښار د تېرو دوو میاشتو راهیسې د روسي ځواکونو لخوا کلابند وو او د شورو یا چهارشنبې په ورځ پکې روسانو وروسته له هاغې نوي بریدونه پیل کړل چې اوکرایني سرتېرو پکې د روس لخوا د تسلیمېدو غوښتنه رد کړه.

وروسته له هاغې چې روسي ځواکونه د اوکراین له شمالي برخو څخه ووتل دا د پوتین لخوا د جګړې په ډګر باندې په لومړي ځل د یوې لویې بریا ادعا ده.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زيلېنسکي وویل،‌ تر اوسه هم ۱۲۰۰۰۰ ملکیان له ماریپول څخه له وتلو منعه شوي دي.

د روس له یرغل څخه دمخه په دغه ښار کې کابو څلور لکه کسان اوسېدل.

اوکراین اټکل کوي چې په مېرېپول کې په لسګونو زره ملکیان وژل شوي. دوی وایي، ځینې یې په ډلیزو قبرونو کې خښ شوي نور بیا د روسي ځواکونو د کیمیاوي موادو په ټرکونو کې ویلې شوي.

ملګروملتونو او د سره صلیب کمېټې ویلي، د ملکیانو د مرګ ژوبلې شمېر تر اوسه هم نه دی څرګند خو لږ تر لږه په زرګونو کې دی.

د روس د دفاع وزیر اټکل کړی چې د ازو ویستول د پولادو په کارخانه کې تر اوسه هم ۲۰۰۰ اوکرایني سرتېري پاتې دي.

پوتین ویلي، دوی باید وسلې پر مځکه کېږدي او روس به ورسره په درناوي چلند وکړي.

د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې اېرېنا وېرېشچوک له روس څخه غوښتي دي چې له کارخانې څخه دې د ملکي وګړو او ټپي سرتېرو د وتلو لپاره بشري دهلیز ته اجازه ورکړي.

هغې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو انلاین پوست کې ویلي، "هلته زر ملکیان او ۵۰۰ ټپي سرتېري دي. دوی ټول باید له ازویستال څخه نن وویستل شي."

هغې دا هم وویل، چې څلور بسونه په دې توانېدلي چې له مېرېپول څخه د شورو یا چهارشنبې په ورځ ملکيان وباسي.

XS
SM
MD
LG