لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان تر سفر وروسته د شهباز شریف پښتو ټویټ ته غبرګون: «په نصاب کې دې پښتو شامله کړي»


واشنګټن ــــ د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف له کراچۍ وروسته د پښتونخوا شمالي وزیرستان ته سفر کړی او له سفر وروسته یې پر ټویټر په پښتو ژبه په دوو ټویټونو کې لیکلي چې هلته یې د تعلیمي‌ ادارو د جوړولو اعلان کړی دی.

تر شهباز شریف وړاندې مخکیني وزیراعظم عمران خان، د پاکستان د پوځ مخکیني ویاند مېجر جنرل آصف غفور، د هند وزیراعظم نریندرا مودي او په وروستیو کې په نړۍ کې د ناولونو مشهور لیکوال پاولو کویلو هم په پښتو ژبه ټویټونه کړي دي.

له شهباز شریف شریف سره په دې سفر کې د کابینې غړي او په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ هم شامل وو. شهباز شریف تر دې سفر وروسته پر ټویټر په پښتو ژبه لیکلي چې د شمالي وزیرستان خلک "د دھشتګردانو په لاس" د ډېرې مودې راهیسې ځپل شوي دي:

"نن مې شمالي وزیرستان ته د خپل سفر په مهال یو پوهنتون، د دانش سکول سیسټم او میډیکل کالج تعمیرولو اعلان وکړو. له دې سره یو موبایل هسپتال به زر تر زره شمالي وزیرستان ته ولاړ شي".

که څه هم د وزیرستان خلک او په قومي اسمبلۍ کې د دې سیمې استازی محسن داوړ له تېرو څو کلونو راهیسې وایي چې د ضرب عزب عملیاتو تر ختمېدو وروسته اوس بیا په دې سیمه کې امنیت خراب شوی دی، خو شهباز شریف په یو بل ټویټ کې لیکلي:

"په شمالي وزیرستان کې امن و امان زمونږ د ملي پوځ او د قبایلو د مثالي قربانیو اور شھادتونو ثمر دی".

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ پر ټویټر د شهباز شریف پښتو ټویټ ته په جواب کې له هغه وزیرستان ته پر ورتګ مننه کړې او وایي د دوی مبارزه او هیله په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره ده. محسن داوړ شهباز شریف ته لیکلي:

"مننه، چې شمالي وزیرستان ته مو په راتګ، زما بلنه ومنله او مهمو پروژې مو د یادې سیمې لپاره اعلان کړې. هیله لرم چې د هغه غلطیو پالیسو ريښې لنډې کړای شي، د کولو پالیسو له امله چې د وزیرستان خلک کړاوونه تېر کړي/تېروي".

پر ټویټر او فېسبوک ګڼ شمېر خلکو په پښتو ژبه د شهباز شریف ټویټونو ته غبرګون څرګند کړی او د هغه دا کار یې ستایلی دی. د سلام یوسفزي په نوم یو خبریال پخپل ټویټ کې لیکلي:

"ډېرہ مننه محترم شھباز شریف صېب، ستاسو دغه سفر دې د ځپل شوي اولس په ڰټہ راشي او ھیله مند یو چې تاسو په راتلونکي کې ھم په پښتو ژبه ټویټونہ وکړئ".

د پاکستان اوسني او مخکیني وزیراعظم د پښتنو د ښه پوهولو لپاره په پښتو ژبه ټویټونه کړي خو پښتو د دې هېواد په تعلیمي نصاب کې شامله نه ده او د پاکستان د نورو قومونو غوندې په میلینونو پښتانه هم پخپله مورنۍ ژبه له تعلیمه محروم دي.

په ټولنیزو رسنیو کې مشهورې پښتنې فعالې آیینې درخانۍ پر ټویټر او فېسبوک لیکلي "شهباز شریف چي په پښتو کي ټویټ کوي نو په نصاب کي دي پښتو شامله کي زیاته غوره ده".

شهباز شریف د افغانستان په مزار شریف ښار کې پرون د شیعه مسلمانانو پر جومات چاودنه هم په کلکو ټکو غندلې او د طالبانو له حکومت او د دې هېواد له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او تسلیت یې ورته ویلی. شهباز شریف په یو بل ټویټ کې لیکلي:

"هغه کسان چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې یې دا وحشیانه کار کړی د افغانستان او اسلام دښمنان دي".

70 کلن شهباز شریف د اپرېل پر 11مه وروسته له هغه د پاکستان 23م وزیراعظم وټاکل شو، چې په قومي اسمبلۍ کې د مخکیني وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ تحریک په 174 رایو کامیابه شو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG