د امریکې صدر جوبايډن د زيارت په ورځ د اوکراين دپاره نوې 800 ملینه ډالره پوځي مرستې اعلان کړي او ويلي يې دي، دغه مرستې د اوکراين په ختيځ کې د روس پرضد جګړه کې مهمې اړينې دي.
بايډن په سپينه ماڼۍ کې په يوه لنډه وېنا کې ويلي، په دغو پوځي مرستو کې غټه وسله او يو لک 44زره کارتوس شامل دي.
ويل شوي دغه وسله به په ځانګړي ډول د اوکراين په ختيځه سیمه په کار راوستل شي.
د راپورونو ترمخه دا تازه مرستې د هغه دوه اعشاريه شپږ اربه ډالرو نه علاوه دي د کومو منظوري چې صدر بايډن مخکې ورکړې وه.
بايډن ويلي، زر به د اوکراين د نورو پوځي مرستو دپاره په کانګرس غږ وکړي.
امریکايي صدر زیاته کړې امریکا او مغربي ايتلافيان يې د اوکراين سره ولاړ دي.
بايډن زياته کړې دا ډېره مهمه خبره ده چې نړۍ د روس پرضد يو ځای ولاړه ده او دا تراوسه پورې ښه خبره ده.
د اوکراين صدر زېلنسکي د امریکا په 800 ملينه ډالرو مرستې مننه کړې ده.
د اې پي خبري ادارې ترمخه زيلنسکي ویلي، دا هغه څه دي چې دوی يې په تمه وو.
بل لور ته راپورونه وايي، امریکا په اوکراين کې د روس د جنګي جرمونو په شواهدو راټولولو کې مرسته کوي.