لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په وسله وال بريد کې پوځي افسر وژل شوی


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په يو وسله وال بريد کې يو پوځي افسر وژل شوی او ورسره بل سرتيری ژوبل شوی دی.

د پاکستان پوځ ويلي تيره شپه په 21 اپرېل د بلوچستان صوبې په خاران سيمه کې په امنيتي پوسته ترهګر بريد شوی دی.

پوځ ويلي، د اواران علاقې سره نزدې د ترهګرو سره نښته شوې ده.

ويل شوي ترهګرو د امنيتي عسکرو په پوسته بريد کړی، او بيا نزدې غرونو ته تښتېدلي دي.

د پوځ ترمخه د ترهګرو سره په نښته کې يو پوځي مېجر شاهد بشير وژل شوی او بل سپاهي ژوبل شوي دي.

په بيان کې دعوه شوې چې ترهګرو ته هم په غټه کچه تاوان اړول شوی خو د دغه تاوان تفصيل نه دی ويل شوی.

د دې برید زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

د غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز روانه مياشت په يو تازه رپورټ کې ويلي چې د روان کال په لومړیو درېو مياشتو کې د تشدد په بېلابيلو پېښو کې 344 کسان وژل شوي دي.

رپورټ وايي د تشدد په پېښو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې ده.

د سى ار اېس اېس په رپورټ کې د هېواد دننه د تشدد په پېښو کې د راغلي زیاتوالي علت د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون پاله وسله وال ډلو ترمنځ پیوستون او په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته دوي ته ترلاسه شوی ډاد ګرځول شوی دی.

د رپورټ ترمخه د تشدد او تشدد ضد عملياتو کې د اغېزمنو 90 فيصدي کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو سره دی.

رپورټ وايي په عمومي توګه د 2022 کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تشدد په پېښو 68 فيصدي اضافه راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG