لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې د پوليو تازه پېښه ثبت شوې ده


پېښور ــــ د پوليو د مخنيوي مرکز په رپورټ کې د شمالي وزيرستان د ميرعلي په ايسوړي سیمه کې د پینځلس مياشتني ماشوم محمد صالح په بدن کې د پوليو وايرس تایید شوی دی.

د رپورټ تر مخه متاثره ماشوم ته د پوليو څاڅکي او نورې ټيکې نه دي شوي چې له وجې يې د هغه څلور واړه اندامونه شل شوي دي.

د پاکستان د صحت د مرکزي ادارې د معلوماتو تر مخه د دغه کېس نمونې د روانې مياشتې په 9مه نېټه اخیستل شوې وې. د دې تر څنګ په بنو ډويژن کې د پوليو وايرس ماحولياتي نمونې هم يو ځل بيا مثبت رپورټ شوي دي.

د صحت وفاقي وزير قادر پټېل د دغه پوليو کېس په اړه په خپل يو وېډيو پيغام کې پخلی کړی دی۔ هغه ويلي دي چې پاکستان د پوليو وايرس د مخنيوي د پاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.

پټېل وایي په دغه پروګرام کې د هر مکتبه فکر خلکو يو ځانګړی کردار ادا کړی دی. د پټېل په وینا نوی پوليو کېس راتلل د پاکستان او بيا د پوره نړۍ د پاره د فکر وړ خبره ده خو دوی کوښښ کوي چې نور ماشومان د دغه وايرس څخه محفوظ وساتي۔

د صحت د مرکزي ادارې له خوا جاري شوې وېډيو کې قادر پټيل ويلي دي چې د شمالي وزيريستان د پوليو کيس په اړه یې ځانګړې غونډه رابللې ده او په سیمه کې د دغه وايرس نه د نورو ماشومانو د بچ ساتلو د پاره د هنګامي ګامونو پورته کولو هڅې کوي:

"مونږ د دغه کيس پلټنې کولو د پاره يو ټيم جوړ کړی دی کوم به چې دغه سیمه کې د پوليو وايرس په اړه معلومات راټولوي چې دا وايرس د کوم ځای نه راغلی دی"۔

د صحت د مرکزي ادارې د رپورټ مطابق په بنو او ډېره اسماعیل خان ډويژنونو کې د پوليو وايرس ماحولياتي نمونې د دغه تازه پوليو کېس سره تړون لري.

د خېبرپښتونخوا د ايمرجنسي آپرېشن مرکز د وينا ترمخه په جنوبي ضلعو کې د پوليو وايرس موجودګي دا ښیي چې د سیمې ماشومان د پوليو وايرس په خطر کې دي او دوی ته د پوليو وېکسين رسولو ضرورت دی.

اداره وايي په سېمه کې به کېس رسپانس يا د پوليو د مخنيوي د پاره خصوصي مهم چلوي.

پاکستان نه تېر کال 2021 کې په 27مه جنورۍ آخري پوليو کېس د بلوچستان له قلعه عبدالله څخه رپوړت شوی وو۔ د پینځلس مياشتو وروسته نن د شمالي وزيريستان څخه دغه تازه قضيه راغلې ده.

په کال 2022م کې ددغه کېس راتلو سره په ټوله نړۍ کې د پوليو کېسونو شمېر دريو ته رسېدلی دی. له دې وړاندې په روان کال کې يو کېس په افغانستان کې او بل د افريقني هيواد مالاوي څخه رپورټ شوی وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هيوادونه پاتې دي چرته چې لا هم پوليو وايرس شته او ماشومان د دغه وايرس د لاسه د ټول عمر د معذورۍ ښکار کېدو په خطر کې دي. د صحت ماهرين وايي يواځې د پوليو په دوو څاڅکو خپل ماشومان د پوليو له خطرناک وايرسه بچ ساتلی شئ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG