لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ وایي دهیواد پرضد به ترې یو سازش هم کامیاب نه شي


دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان لخوا دخپل تیر حکومت پرضد دبهرني سازش دپرله پسې دعوؤ نه وروسته یو ځل بیا دپاکستان پوځ سپیناوی کړی دهیواد استخباراتي شبکې شپه اؤ ورځ دسازشونو پرضد کار کوي اؤ دهیواد پرضد به ترې یو سازش هم کامیاب نه شي.

پوځي ویاند دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې پرون دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا پرمهال خپله دا دعوه تکرار کړه چې دهغه دتیر حکومت پرضد دبهر نه سازش شوی دی.

دعمران خان وینا وه دهغه دتیرحکومت پرضد سازش اصل کې دهیواد دازادۍ اؤ خپلواکۍ پرضد یو ستر سازش دی اؤ سپریم کورټ کې باید دده حکومت ته بهر نه د ګواښونو د راغلي لیک ډاګیزه اوریدنه وشي.

هغه ویلي ده ته د روان کال په پیل کې معلومات ترلاسه شوي وؤ چې دحکومت پرضد یې سازش روان دی "اؤ که چرې اوس ادارې راولاړې نه شوې نو زمونږ د اولادونو راتلونکی په خطر کې دی"

دعمران خان خان له دې څرګندونو وروسته دپوځ د ویاندې ادارې ایي ایس پي ار مشر میجرجنرال بابر افتخار پخپل یو بیان کې ویلي چې دهیواد استخباراتي شبکې شپه اؤ دسازشونو پرضد کار کوي اؤ هیڅ سازش به کامیابیدو ته پرې نه ږدي.

پوځي ویاند پخپل بیان کې نه ده واضحه کړې چې هغه دکوم سازش خبره کوي خو د روانې میاشتې په ۱۴مه نیټه یې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال دعمران خان دتیر حکومت پرضد دبهرني سازش د دعوؤ په اړوند دیو خبریال دپوښتنې په جواب کې ویلي وؤ چې دبهر نه څه رقم سازش نه دی شوی.

دوه ورځې وړاندې هم د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې راجوړې شوې دقامي سلامتۍ کمیټې پخپله اعلامیه کې ویلي وؤ چې دتیر حکومت پرضد دبهرني سازش هیڅ ثبوت نه دی ترلاسه شوی.

دجمعې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دقامي سلامتیا دکمیټۍ ترسره شوې غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه،دګډو ځواکونو دکمیټې مشر جنرال ندیم رضا،دسمندري اؤ هوایي ځواکونو مشرانو،امریکا کې دپاکستان پخواني سفیر اسد مجید اؤ ګڼو نورو پوځي اؤ حکومتي مشرانو برخه اخستې وه.

دقامي سلامتۍ دکمیټې په اعلامیه کې ویلي شوي وؤ چې دهیواد خفیه شبکو د ترلاسه شوي لیک پلټنې کړي دي اؤ په دې پلټنو کې دبهرني سازش ثبوت مخې ته نه دی راغلی.

دپخواني وزیراعظم عمران خان حکومت روانه میاشت اپوزیشن ګوندونو قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ دتحریک دلارې نسکور کړی اؤ دهغه په ځائ شهباز شریف داتحادیي ګوندونو سره په ګډه حکومت جوړ کړی دی.

خو عمران خان تور لګوي چې دهغه دحکومت پرضد دبهر نه سازش جوړ شوی ؤ اؤ دګواښونو یو لیک هم ورته دامریکې نه ترلاسه شوی چې که دعمران خان پرضد دبې باورۍ تحریک کامیاب نه شو نو ددې به خرابې نتیجې رابرڅېره شي.

دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند دعمران خان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ ویلي یې دي چې امریکا پاکستان کې داییني،جمهوري ا‌ؤ قانوني عمل ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG