لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکې ددفاع اؤ بهرنیو چارو وزیران نن دکیف سفر کوي،د اوکراین ولسمشر وایي


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لویډ اسټن به د یکشنبې په ورځ له کیف څخه لیدنه وکړي.

زیلینسکي د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل"سبا به امریکايي چارواکي له موږ سره لیدنې ته راشي. زه به د دفاع له وزیر (لویډ اسټین) او انتوني بلینکن سره ووینم"

د زیلبنسکي په خبره، د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې له خوا پر اوکراین له یرغل وروسته به د امریکا د حکومتي چارواکو سیمې ته دا لومړی رسمي سفر وي.

دامریکې د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د شنبې په ورځ امریکا غږ ته په یوه بریښنالیک کې وویل: "موږ په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کوؤ"

همدا راز پنټاګون هم امریکا غږ ته ددې معلوماتو پخلی نه دی کړی اؤ سپینې ماڼۍ هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

برتانوي چارواکو د شنبې په ورځ ویلي وؤ چې روسي سرتیرو په ختیز محاذ د نوي برید له اعلانولو باوجود د پام وړ زمکه نه ده ترلاسه کړې، په عین حال کې اوکراین د یکشنبې په ورځ د ارتودوکس ایسټر څخه مخکې په ټول هیواد کې کرفیو اعلان کړې ده.

اوکراین وايي، روسي ځواکونو له محاصره شوي بندري ښار ماریوپول څخه د ملکي وګړو د ویستلو په هڅو کې خنډان راولاړ کړي دي.

د ماریوپول ښار چارواکي پیټرو اینډریوشینکو په ټیلیګرام کې ویلي: "انخلا شنډه کړل شوې ده"

هغه زیاته کړه چې شاوخوا 200 کسان دحکومت لخوا ټاکل شوي دانخلا دغونډې په مقام راټول شوي وؤ مګر روسي ځواکونو دوئ "منتشر" کړل.

اینډریوشینکو وویل، نورو وګړو ته ویل شوي چې په بسونو کې د روسیې تر کنټرول لاندې ډوکوچاییوسک سیمې ته ولاړ شي، چې دشمال لوري ته شاوخوا د۸۰ کیلومتره په واټن پرته ده.

اوکرایني چارواکو ویلي، روسي ځواکونو هڅه کړې چې په ماریوپول کې د فولادو پر یوه فابریکه برید وکړي، چې په محاصره شوي بندري ښار کې د مقاومت وروستۍ کرښه ده اؤ د مسکو لپاره خورا ستراتیژیک ارزښت لري.

د ماریوپول بشپړ کنټرول ترلاسه کول به اوکراینیان له یو مهم بندر څخه بې برخې کړي، اؤ روسیې ته به ځمکنۍ لاره یا دهلیز په لاس ورشي .

د اوکراین چارواکو ویلي، روسیې د شنبې په ورځ د اسود دبحر یا سمندر پر بندري ښار اوډیسا لږ تر لږه شپږ کروز توغندي توغولي چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي دي.

د روسیې ددفاع وزارت ویلي، د دوی پوځیانو په اوډیسا کې پر یو ډیپو د توغندیو برید کړی چې پکې د امریکا او اروپايي هېوادونو له خوا اوکرایني پوځیانو ته استول شوې وسلې پرتې وې.

د اوکراین چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې په اوکراین کې ۲۱۶۰۰ روسي پوځیان وژل شوي دي.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره د "جګړې د پای ته رسولو" لپاره د لیدنې غوښتنه یو ځل تکرار کړې ده.

زیلینسکي د شنبې په ورځ د کیف یوه خبري کنفرانس کې وویل "زه فکر کوم چې چا دا جګړه پیل کړې هغه به یې پای ته رسوي"

هغه زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دسولې تړون لپاره هغه د پوتین سره "له لیدو ویره نلري"

د اوکراین د شخړې د هواري د پاره د روس او اوکراین چارواکو پرله پسې یو بل سره لیدلی دي. خو دواړه ډلې په یو بل په دغو غونډو کې د شوي ژمنو د سرغړونې تورونه لګوي.

په جېنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د جمعې په ورځ ویلي دي چې په اوکراین کې د روس د جنګي جرمونو یو شمېر شواهد رامخې ته شوي دي. خو زیاته کړی ده چې داسې ښکاریږي چې اوکراین هم د بې توپیره وسلې څخه کار اخستی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG