لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سفارتکار به روانه اوونۍ اوکراين ته بيرته تګ پېل کړي


امريکايي سفارتکار به روانه اوونۍ اوکراين ته بيرته تګ پېل کړي، اول به لويديځ ښار ليويو ته او بيا پلازمینې کيف ته لاړ شي.

د وي او اې د خبر ترمخه يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي، امریکا اوکراين ته نورې پوځي مرستې ورکوي چې د روس د بریدونو مخنيوی وکړي.

د چارواکي په وېنا صدر جوبايډن به بریجټ برینک د اوکراين دپاره د امریکا نوی سفير وټاکي، څوک چې دا وخت په سلواکيه کې د امریکا سفير دی.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت يو چارواکي ويلي، دغه ګام چې دوی يې پورته کوي د اوکراين سره د ژمنې څرګندونه ده، او دوی به زر تر زره خپل سفارتکار کيف ته واستوي.

نور د يورپي يونين او نېټو هېوادونو غړي هم خپل سفارتکار کیف ته ليږي چې پکې د اسټريا، بيلجيم، چيک ريپبلک، فرانس، اټلي، سلواکيه او سلووينيا شامل دي، د برتانيې حکومت هم د جمعې په ورځ اعلان کړی زر په کيف کې خپله سفارتخانه پرانيزي.

راپورونه وايي د امریکا او يورپي هېوادونو لخوا په اوکراين کې د سفارتکارو بيرته په ځای کول دې پله اشاره ده چې په اوکراين د روس د دوه مياشتو جګړې وروسته حالات بیرته امن پله روان دي.

د اتوار په ورځ د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن او د دفاع وزير لوېډ اسټېن هم په کيف کې د اوکراين د صدر ولاديمیر زيلنسکي او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي وو.

روس چې په 24 فرورۍ په اوکراين بريد کړی دا د هغې وروسته د امریکا د کومو لوړ پوړو چارواکو د اوکراين لومړی سفر وو.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير به د نهې/ سه شنبې په ورځ په جرمني کې يوه غونډه کې ګډون کوي چې پکې به امریکا او نورو ايتلافيان يې د اوکراين په اړه مشوره کوي.

ويل شوي د لويديځ هيوادونو د پوځي اتحاد نېټو مشر جنرل سټولټنبرګ او د اوکراين د دفاع وزیر اوليکسي ريزنيکو به هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

په ياده غونډه کې به د اوکراين په تازه جنګي حالاتو، د روس د بريدونو پرضد د اوکراين مزاحمت، او اوکراين ته د ضروري مرستو په اړه خبرې کيږي.

لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي امریکا به اوکراين نورې مرستې کوي.

د چارواکو په وېنا امریکا د بهرني امداد په مد کې د 713 ملينه ډالرو نه د زياتو مرستو ورکولو اراده لري، چې پکې د اوکراين په ګډون 15 نورو اتحادي ملکونو ته فنډونه ورکول شامل دي، او دا مرستې به د اوکراين په ضرورتونو کې مرستندويه وګرځي.

روس چې اوکراين بريد کړی، له هغې وروسته امريکې د اوکراين دپاره د درې اعشاريه څلور اربه ډالرو مرستو اعلان کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG