لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا له اړخه د افغانستان د اثاثو کنګل کولو، د افغانو ښځو مشکلات زیات کړي دي – د ملګرو ملتونو ماهرین


رائټرز - د ملګرو ملتونو خپلواکو ماهرینو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو د چارواکو ترڅنګ، امریکا هم د افغانستان د اثاثو د کنګل کولو له طریقه، د افغان ښځو د رنځ او کړاو په سېوا کولو کې کردار ادا کړی دی.

امریکا تر اوسه په رسمي توګه دې رپوټ ته څه غبرګون نه دي څرګند کړی، او رائټرز خبري ادارې ویلي چې په دې باندې به د امریکا د حکومت دریځ معلوموي. تر دې وړاندې، امریکا د افغان ښځو او جینکو د تعلیم او کار د حقونو په برخه کې څو څو ځله خپله فکرمندي څرګنده کړې او په دې برخه کې یې یوه ځانګړې استازې، رینا امیري، هم ټاکلې ده.

ملګرو ملتونو او بهرنیو حکومتونو، په شمول د واشنګټن، د طالبانو هغه ګامونه غندلي دي چې د ښځو د بشري حقونو د تحفظ له ژمنو په شا شوي، لکه د جینکو د تعلیم حق چې یې په دا تېرو څو میاشتو کې د پښو لاندې کړی دی.

د دې ترڅنګ، په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو څوارلسو (۱۴) آزادو ماهرینو، د امریکا حکومت هم په دې باندې ملامته ګرځولی چې د افغانستان مرکزي بنک د اربونو ډالرو اثاثو په کنګل کولو سره یې د افغان ښځو ژوند نور هم ورتریخ کړی دی. د افغانستان د دې اثاثو یوه برخه هغه پیسې دي چې د افغانستان تېر حکومت د نړېوالو مالي مرستو نه په تېرو څو کلونو کې سپمولې وې.

د ملګرو ملتونو د آزادو ماهرینو په بیان کې راغلي چې: "په داسې حال کې چې د جنسیت په بنیاد تشدد، ښځو او جینکو ته یو اوږدمهاله او سنجیده ګواښ جوړ کړی، دا [ګواښ] د امریکا له اړخه د لګول شویو پابندیو له وجې لا پسې زیات شوی دی."

په بیان کې نور جزییات ندي ورکړل شوي، خو طالبان یې هم د ښځو د ژوندانه په تریخولو کې په دې ملامته کړي چې "په پراخ کچ د جنسیت په بنیاد تفریق" کوي.

بیان دا هم وایي چې په موجوده بشري بحران کې چې د افغانستان درویشت (۲۳) میلینه آباتي په امدادي خوراک تکیه لري، په ښځو او ماشومانو باندې "غیرمتناسب اثر" لري.

د اګسټ د میاشتې راهیسي،کله چې طالبانو واک اختیار ترلاسه کړل او خارجي قواوې د افغانستانه ووتلې، د افغانستان د مرکزي بنک مالياتي اثاثې په بهر کې کنګل شولې.

د امریکا صدر جو بایډن په فرورۍ میاشت کې یو صدارتي آرډېننس جاري کړ چې هغې سره یې د افغانستان د اثاثو کنګل پاته کېدل وغځول او ویې ویل په دې کار کوي چې د هغو کنګل شویو اثاثو، نیمې پیسې د افغانستان خلکو سره د مرستې په مقصد آزادې شي او نیمې نورې دې ته وساتل شي چې ممکن د طالبانو خلاف د ترهګرۍ قضیې چې کومې په عدالتونو کې چلیږي، د هغو دپاره بېلې کړی شي.

د ملګرو ملتوو ماهرین چې په جینیوا کې د بشري حقونو د کونسل له خوا ټاکل شوي دي، د صدر بایډن د آرډېننس له حده زیات وسیع دی چې په نتیجه کې یې دغو پابندیو باندې "ډېر له حده زیات عمل" شوی او د وجې یې "د افغانستان خلک بنیادي بشري څیزونو ته د لاس رسي نه هم ایسار کړی شوي دي."

د ملګرو ملتونو د ماهرینو په بیان کې ویل شويو د بشري حقونو د نړېوال قانون لاندې، حکومتونه په شمول د امریکا، دا ذمه واري لري چې یقیني کړي اعمال یې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ سبب نشي جوړېدلی.

ماهرینو زیاته کړې چې هغو خپلې فکرمندۍ او سپارښتنې په رسمي توګه واشنګټن ته سپارلي دي. هغو ویلي چې تر اوسه یې کوم جواب ندی ترلاسه کړی.

XS
SM
MD
LG