لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فايق د نيويارک عدالت ته خواست، د افغانستان پېسې دې د افغانانو دپاره وساتل شي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي سرپرست استازي نصيراحمد فايق د نيويارک په عدالت کې يو درخواست جمع کړی چې پکې غوښتنه شوې د افغانستان پېسې دې يوازې د افغان ولس د ګټو لپاره خوندي وساتل شي.

ښاغلي فايق دا درخواست د افغان ولس په استازيتوب جمع کړی او ويلي دي چې هغه د طالبانو يا بلې کومې سياسي ډلې نمايندګي نه کوي، بلکې هغه يوازې د ولس نمايندګي کوي څوک چې د هغه اووه اربه ډالرو اصل حقدار دي کومې چې تړل شوي دي.

تېر کال په 15 اګست چې افغانستان کې طالبانو واک ترلاسه کړي، افغانستان ته نړیوالې مرستې ځنډول شوې او په بهر ملکونو کې د دغه هېواد په اربونو ډالره،‌ چې زیاتره په امریکا کې دي،‌ تړل شوې وې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مشن په يو بيان کې ويلي، امريکايي چارواکو په فرورۍ کې د يو حکم له لارې د افغانستان اووه اربه ډالره په دوه برخو کې ويشلې وې چې پکې يوه برخه د افغان ولس لپاره مختص شوې او د نيمې برخې فېصله به عدالت کوي.

عدالت به د ستمبر د 11م 2001 د پېښې د اغېزمنو کورنيو دريځ هم اوري.

ښاغلي فايق په دې خط کې ويلي افغان ولس د ناين اليون د اغېزمنو کورنيو په غم شريک دی ځکه چې افغان ولس هم د لسيزو راهسې د دې ترهګرۍ ښکار دی.

القاعده، طالبانو او د دوي پلويانو په تيرو دوه لسيزو کې په زرګونو ولس په نښه کړی او د ترهګريز بريدونو ښکار دي چې پکې په دې نزديو کې په ښونځيو، جوماتونو او د لږکيو په مرکزونو بريدونه هم شامل دي.

فايق ويلي د ناين الېون د پېښې اغېزمنو کورنيو ته بايد انصاف ورکړل شي خو د دې بدل دې د افغان ولس نه وانه خستل شي، دا پېسې د افغان ولس حق دی او هم هغوي يې اصلي حقداران دي، د ناين الېون په پېښه کې هيڅ يو افغان ککړ نه دی او نه په هغوي کومه ذمه واري پرېوځي.

په دې خط کې دا هم ويل شوي چې افغان ولس دا وخت د انساني بحران ښکار دی او د نيمې نه زيات ولس د لوږې سره مخ دي، 95فيصده خلکو ته خوراکي توکي نه ملاويږي.

د رپوټونو ترمخه افغانستان د بهر نړۍ په مالیاتي ادارو کې 9 اربه ډالره پېسې لري چې پکې 7 ارب ډالره په امریکا کې دي.‌ باقي پاتې پېسې د جرمني،‌ متحده عرب امارات، سوېټزرلېنډ او قطر په بېنکونو کې پرتې دي.

ویل شوي طالبانو د جنورۍ د میاشتې پورې په خپلو وزارتونو کې کار کوونکو ته د میاشتې تنخواګانې ورکړي خو دغلته کار کوونکي په خپل ځای ساتلو کې د مالي‌ ستونځو سره مخ دي.

طالبانو وعده کړې وه چې د مارچ میاشتې تر آخره پورې به د جینکو سکولونه بېرته پرانیزي خو په 23 مارچ بيا د جينکو دپاره د شپږم ټولګي نه بره جينکو دپاره چې سکولونه پرانستل شو هم په هغه ورځ بيرته تړل شوي وو او طالبانو ويلي وو د جينکو دپاره به تعليمي ادارې تر هغې تړلې وي څو پورې چې د تعليمي ادارو د بيا پرانستو دپاره د اسلامي شرعي قانون لاندې پلان نه وي جوړ شوی.

امریکې د طالبانو په دغه پرېکړه په دوحه کې د طالبانو سره ټاکل شوې خبرې ختمې کړې وې.

امریکا، برتانیې او يورپي هيوادونو هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او په طالبانو یې غږ کړی چې په سمدستي ډول د جينکو دپاره د سکولونو تړلو پرېکړه بیرته واخلي او سکولونه پرانيزي.

په عېن حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي طريقه کار پوهانو د افغانستان په لړ کې د امریکا په حکومت غږ کړی، چې د بشري اغېزو کمېدو دپاره د مرکزي بېنک څخه بهرنۍ شتمنۍ ازادۍ کړي.

د ادارې په ټويټر ويل شوي، "د رياستونو زمه واري ده، چې د دې خبرې ضمانت ورکړي چې د دوی د لاسه داسې کار ونه شي کوم چې د بشري حقونو د سرغړونې سبب جوړيږي".

نصيراحمد فايق دا وخت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب موجود دی چې غړي هېوادونه يې هم مني او تير کال د اګست د 15 چې طالبانو افغانسان په لاس کې اخستی، په نړيواله کچه د طالبانو حکومت تراوسه يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلی.

د فايق نه وړاندې اسحاق زی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب موجود وو خو طالبانو د هغه د لرې کولو او په قطر کې د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين د استازي په حېث د منلو لپاره يو خط لېږلی وو.

د ملګرو ملتونو يوه کميټي د دغه خط د فېصلې لپاره جوړه شوې وه خو لا هم د طالب چارواکو له خوا د ټاکل شوي شاهين په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني له خوا ټاکل شوي اسحاق زي د طالب چارواکو د واکمنۍ وروستو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب پرېښودی وو.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د وي او اې ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG