لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له ۴۰ هېوادونو وغوښتل چې له اوکراین سره پوځي مرستې زیاتې کړي


واشنګټن - د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین هېڅکله داسې فکر نه و کړی چې ټوله نړۍ به د اوکراین تر شا په چټک او باوري توګه ودرېږي.

هغه دغه خبرې د ۴۰ هېوادونو په غونډه کې وکړې کومه چې له اوکراین سره د امنیتي مرستو د تنظیم لپاره د امریکا لخوا جوړه شوې وه.

کله چې اسټن د جرمني د رمسټاین په هوايي اډه کې خبرې پیلولې نو وویل، دوه هدفه دي، "له اوکراین سره مرسته وشي چې د روس د یرغل پرضد جګړه وګټي او د اوکراین په جوړېدو کې د سبا ورځې پراته چلنجونو په لېرې کولو کې مرسته وکړي."

دغه غونډه کیېف ته د اسټن او د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلېنکن له سفر څخه وورسته وشوه په کومه کې چې هغوی له اوکراین سره د نورې پوځي مرستې غوښتنه وکړه او وویل چې له اوکراین سره د نورو هېوادونو یوځای کېدل باید دوام ومومي.

لویډ اسټن د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، "د روس یرغل ښکاره دی او همداسې د روس ظلمونه."

هغه وړاندې وویل، "مونږ ټول نن دا اخلاقي واضح دریځ لرو چې روس د یوه سړي په قصد او خوښې جګړه پیل کړې. اوکراین د اړتیا له مخې جګړه کوي، چې له خپلې ډیموکراسۍ، ازادۍ او له خپلو خلکو څخه دفاع وکړي."

روس د دریمې نړیوالې جګړې خبرداری ورکړی:

روس ناټو په پراکسي جګړې باندې تورنه کړه د کومې له امله چې د اټومي جګړې جدي خطر رامنځ ته شوی.

رویټرز خبري ادارې لیکلي، چې روس دغه خبرې وروسته له هاغې کړی چې واشنګټن د جرمني په هوايي اډه کې له متحدینو څخه وغوښتل چې اوکراین ته دې د بریا لپاره نورې درنې وسلې واستوي.

تر دې مخکې، د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف خبرداری ورکړی چې د اوکراین جګړه ښايي په دریمې نړیوالې جګړې بدله شي.

هغه د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، ناټو په اصل کې له روس سره په پراکسي جګړه کې ښکېله شوي ده.

هغه انټرفاکس نیوز ایجنسۍ ته ویلي، "خطر جدي دی، دا ریښتیا دی. تاسو ورته په کمه سترګه نشئ کتلای"

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کالیبا وروسته په یو ټویټ کې وویل، روس د اوکراین د ملاتړ په برخه کې د نړۍ د وېرولو خپله وروستۍ هیله هم له لاسه ورکړه.

هغه زیاته کړه، له دې دا څرګندېږي چې ماسکو په اوکراین کې په خپلې ماتې پوه شوی او له همدې امله نړۍ باید له اوکراین څخه خپل ملاتړ دوه چنده کړي تر څو مونږ د اروپا او د نړۍ امنیت خوندي‌ کړو.

ګوتېریش له پوتین او لاوروف سره ویني:

په ورته وخت کې ټاکل شوې ده د ملګروملتونو عمومي منشي د نهې یا سې شنبې په ورځ له پوتین او لاوروف سره په ماسکو کې وویني.

ګوتېریش به د خپلو ډپلوماټیکو هڅو په برخه کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له کیېف څخه هم لیدنه وکړي.

د ګوتېریش ویاند فرهان حق له دغو خبرو څخه مخکې، خبریالانو ته وویل، "بلاخره وروستی هدف دا دی چې جګړه ودرېږي، د اوکراین د خلکو د حالات ښه کولو لپاره لارې پیدا شي او دوی ته د مرستو په رسولو کې ستونزې او ګواښونه کم شي."

د برتانیې د دفاع وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، داسې ښکاري چې روسي ځواکونه هڅه کوي د اوکراین په ختیځ تر ټولو ځواکمن ځایونه کلابند کړي.

یاد وزارت په یو بیان کې ویلي، د راپورونو له مخې، په ختیځ کې د کرېمنا ښار د روسانو لاس ته غورځېدلی او روسي ځواکونه د سلووینسک او کرماتورسک لوري ته روان دي.

روسانو د ګل یا دوشنبې په ورځ د ختیځ عملیاتو څخه لېرې په رېل پټلۍ او د تېلو په ځایونو باندې بریدونه کړي.

اورکرایني چارواکو ویلي، د اوکراین په مرکز او لویدیځ کې د رېلوې پنځه ودانیو باندې بریدونه شوي او لیواویو ښار ته څېرمه یو توغندیز برید هم شوی.

دوی ویلي، لږ تر لږه پنځه اوکراینیان په مرکزي برخه باندې برید کې وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG