لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناء الله: راتلونکي کې به د کراچۍ د ځانمرګي برید غوندې پېښو مخه نیسو


کراچۍ ــــ د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي استادانو تر ځانمرګي بريد يوه ورځ وروسته په کراچۍ کې د سيند له وزيراعلی سره په ګډه د چین له قونصلر جنرل سره تر لیدو وروسته مېډیا ته ويلي چين د خپلو وګړو د ژغورنې دپاره د پاکستان په اخستو ګامونو مطمئين دی.

رانا ثناء الله وویل "د چينايي وګړو د ژغورنې په عمل کې که په کوم يو ځای کې څه نه څه لا کمي يا غلطي شوې ده، مونږ اوس پريکړه کړې ده چې په راتلونکي کې به دداسې پيښو لار نيسو او د دغې پيښې غم مونږ ته هغونه دی لکه چې څنګه زمونږ د خپل کور يو تن ته زيان رسيدلی وي".

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د پېښې وروسته د چين د بهرنيو چارو وزارت او په پاکستان کې سفارتي میشن په بېړنۍ توګه فعاله شوی، په چین کې د پاکستان د سفير سره سخته اندېښنه شريکه کړی شوې.

چین په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او د قانون په چوکاټ کې سختو سزاګانې ورکولو او د چينايي وګړو د ساتنې او بيا د داسې پېښو نه کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله خبري غونډې ته وويل چې دا د تشويش وړ خبره ده چې يوې ښځې دغه ځانمرګی بريد کړی چې د دې نه وړاندې نه وو شوی. هغه وايي د پيښې هراړخ ته هم په ژوره ګوري:

"سيپېک د پاکستان راتلونکی دی او مونږ فکر کوو چې په پروژو کې به ښه والی راځي، خو دغه ښه والی په کومه توګه راتلی شي چې مونږ د سيپېک پروژو کې کارکوونکو چينايي وګړو ژغورنه نه شو کولی. په بنيادي توګه پکار ده اول د دوی د ژغورنې کار ټينګ وکړو نو بيا به دغه پروژې تر سره کيږي۔"

رانا ثناء الله د پنجاب سر ښار لاهور کې د بلوڅ زده کوونکو د نيولو په اړه د يوې پوښتنې ځواب کې وويل چې دی ګڼي ټول خلک يو ډول نه وي. هغه بلوڅان چې خوابدي دي خپل حقونه غواړي او د خپلو حقونو د پاره پرامنه مبارزه کوي هغه خلک ترهګرۍ کې لاس نه لري:

"داسې خلک په پارليمان کې مونږ سره ناست دي د خپلو حقونو په حقله ګيلې هم کوي او مونږ ته پکار ده چې د غږ يې ملاتړ وکړو".

رانا ثناء الله وایي داسې خلک چې په ترهګري کې لاس لري د داسې خلکو پر ضد مونږ ته پکار ده چې د امنيت ادارو د ملاتړ د لارې ګامونه پورته کړو او خاتمه يې وکړو:

"دا خلک غواړي پاکستان بې ثباته کړي او د داسې خلکو تر شه د هيواد نه باهر قوتونه هم دي کوم چې غواړي پاکستان کمزری کړي".

بل خوا د بلوڅ لادرکه شوو لپاره غږ په نوم تنظيمونو انديښنې ښودلې دي چې د دغې پيښې وروسته به اوس دوی پرامنه تنظيمونو ته د شک په نظر کتل کېږي.

د بلوڅ بې درکه شوو لپاره غږ پورته کوونکې سمي دين بلوڅ وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل د اول نه دوی د لادرکه شوو کورنیو ته به د ترهګرو کورنيو په ډول کتل کېدل او رياست ته د دوی فرياد کول به يې يوه ډرامه بلله.

سمي دين بلوڅ وایي وایي د بې درکه بلوڅانو د موندنې لپاره که په وړوکې کچه هم عامو خلکو له دوی سره همدردي لرله اوس ښکاري هغه لږ څه خلک به هم دوی سره نه ودريږي. سمي دين بلوڅ وایي:

"زه وايم رياست ته پکار ده چې په دې کې فرق وکړي، هغه بلوڅان چې د خپلو بې درکه خلکو د موندلو د پاره مبارزه کوي يا په پوهنتونونو کې زدکړې کوي ترهګر نه وګرزول شي".

د کراچۍ پوهنتون کې د چینایي ژبې او کلتور د ښوونې مرکز کنفيوشس انسټيټوټ سره وړمه ورځ يوې ښځينه په وېګن موټر ځانمرګی بريد کړی وو چې له امله يې درې چينایي استادان وژل شوي او يو پکې ټپي شوی وو.

د دغې پيښې ذمه واري ازادي غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي قبوله کړې وه. دې ډلې ویلي چې دا برید د شاري عرف برمش په نامه ښځې کړی چې د دوو اولادونو مور او د غاښونو د ډاکټر مېرمن وه.

د پېښې د پلټنو په اړه وي او اې ډيوه د کراچۍ د پوليسو له وياندې شازيه جهان او د ختیځ ضلعې له ډي ای جي مقدس حيدر سره د تماس نيولو هڅه وکړه خو څه ځواب يې ونه وایه.

د پاکستان ځینې ځايي مطبوعات دعوه کوي چې په پېښه کې ککړ ځینې کسان نيول شوي دي خو سرکاري او ازادو سرچینو دا دعوه نه ده تایید کړې.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG