لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې ډپټي کمشنرانو ته دعدالتي اختیاراتو ورکول کیدو پرضد هایکورټ ته عریضه شوې


پيښور هايکورټ کې د خېبر پښتونخوا د کورنيو چارو دمحکمې د هغه اعلاميي پرضد درخواست جمع کړل شوی چې له مخې یې د قبايلي ضلعو ډپټي کمیشنرانو ته ځيني عدالتي اختيارات سپارل شوي دي۔

په خواست کې دريځ خپل کړل شوی چې په صوبه کې د ورګډېدو وروسته په دغه سيمو کې عدالتونو کار پېل کړی نو په داسې وخت کې ډپټي کمیشنران څنګه عدالتي اختيارات لرلې شي؟ د عدالت څخه غوښتنه شوې چې دغه اعلاميه دې غېر قانوني وګرځول شي۔

قبايلي مشران وايي چې صوبايي حکومت په دغه سيمو کې يو ځل بيا د پخواني قانون ايف سي ار په څېر نظام راوستل غواړي ځکه يې د قاضيانو اختيارات بيوروکرېسي ته سپارلي دي۔

بلخوا صوبايي حکومت وايي چې قبايلي ولس ته په سمدستي توګه انصاف او نورو اسانتياو ورکولو لپاره ډپټي کمیشنرانو ته د جسټس اف پيس اختيارات سپارل شوي دي .

د صوبايي حکومت ددغې پرېکړې پرضد په پېښور هايي کورټ کې جمع کړل شوي خواست کې ويل شوي چې د قانون ترمخه د جسټس اف پيس اختيارات به عدالت سره وي نه چې ډپټي کمېشنر سره.

په قضيه کې محکمې ته وړاندې شوی د پېښور هايي کورټ وکيل سجاد محسود په دې اړه وي او ای ډيوه ته وايي چې د پاکستان پينل کوډ ترمخه دا اختيارات به د جج سره وي او بل دا چې د سپريم کورټ لویې بېنچ په 2016 کال کې په خپله يوه فيصله کې ويلي چې د 22 ای يعنې د ايف ايي ار درج کولو اختيار د عدالت دی نه چې د انتظاميي۔

" نو په دې وجه دا پاور يا اختيار به د سول کورټ سره وي نه چې د ډپټي کمېشنر سره"

په کال 2018م کې د 25م ايیني ترميم وروسته قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې ضم کړل شوي دي۔

سږکال په څوارلسم مارچ د خېبر پښتونخوا حکومت دکورنیو چارو دمحکمې لخوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې د قبايلي ضلعو ، باجوړ، مومند، خېبر، کرم، اورکزئ، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان ډپټي کمېشنرانو ته د جسټس اف پيس اختيارات ورکړل شوي دي۔

د قامي اسمبلۍ غړی او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دواړ وي او ای ډيوه ته وايي حکومت په قبايلي علاقو کې يو ځل بيا د پخواني ايف سي ار قانون په ډول نظام راوړل غواړي ځکه يې د عدالت اختيارات ډپټي کمېشنرانو ته ورکړې دي۔

نوموړي زياته کړه چې په هغه زوړ نظام کې دوی لپاره ډيړې ګټې وې ځکه چې نه قانون و، نه ايف ايې ار و، او نه عدالت و بس يو پوليټيکل اېجنټ و د هغه اختيار ؤ چې څنګه فیصله به یې کوله.

محسن داوړ وایي " دوئ غواړي چې بيا هغه شان کنټرول سسټم يا نظام راولي او هلته خپلې منصوبې چې په کومه طريقه سره دوی غواړي هغه وچلوي او خلک اواز وچت نه کړي"

د خېبر پښتونخوا د کورنيو چارو دمحکمې ترجمان نثار محمد خان په دې اړه وي او ای ډيوه سره یوه خبرپاڼه شريکه کړې چې پکې ويل شوي په قبايلي سيمو کې پوليس نظام لا نوې دی او هلته قانوني ستونزو هوارولو، د مقدمو په سمدستي توګه فېصله کولو او ولس ته د ايف ايي ار درج کولو او نورو اسانتياو ورکولو لپاره دغه پرېکړه شوې ده۔

د خبرپاڼې ترمخه دغه ډپټي کمېشنران به د فوجدارۍ دقانون د 22مې مادې لاندې خپلې زمه وارۍ ترسره کوي۔

په خبرپاڼه کې دا هم شامل دي چې په دې توګه ډپټي کمیشنران به په جرمونو قابو کولو کې د پولېسو او عدالت مرسته کوي۔

له دې وړاندې د شخړو د هواري متبادل نظام باندې هم نيوکې کيدې چې د صوبې د نورو علاقو څخه يې قانون په قباېلي ضلعو کې بدل دی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG