لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لویدیځ ته د پوتین خبرداری: زمونږ صبر مه ازمايئ


واشنګټن- روس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ لویدیځ ته خبرداری ورکړ چې د دوی په خاوره هر ډول برید ته به کلک پوځي غبرګون څرګند کړي.

روس امریکا او متحدین یې د اروپا د امنیت په خرابولو تورن کړي، وايي، اوکراین هڅوي چې په روس برید وکړي.

رویټرز لیکلي، د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین ګواښ کړی که چېرې د لویدیځ هر هېواد د اوکراین له اړخه مداخله وکړي نو د برېښنا په څېر له چټک غبرګون سره به مخ شي.

پوتین په سېنټ پیټرزبرګ کې وکیلانو ته وویل، "که څوک قصد وکړي چې په روانو حالاتو کې له بهر څخه مداخله وکړي او روس لپاره سټراټیژيک ګواښونه جوړ کړي چې د روس لپاره د منلو وړ نه وي، نو دوی باید پوه شي چې زمونږ د غچ اخېستلو بریدونه به د برېښنا په څېر چټک وي."

پوتین زیاته کړې، "مونږ د دې لپاره ټول وسایل لرو او که اړتیا ولیدل شي نو کارولی شو."

پوتین دا خبرې په داسې حال کې کړي چې روسانو د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خپل بریدونه زیات کړي.

بل پلو رویټرز خبر ورکړی، چې روسانو په دې وروستیو ورځو کې راپور ورکړی چې اوکرایني ځواکونو د روس په هغو سیمو یو لړ بریدونه کړي کومې چې د اوکراین له پولې سره پرتې دي او خبرداری یې ورکړی چې له داسې بریدونو سره به حالات لا نور خراب شي.

اوکراین په مستقیمه توګه ددغو بریدونو مسولیت نه دی منلی خو ویلي یې دي چې دا پېښې د روسانو د اعمالو په ځواب کې شوي.

خو روس د برتانیې په هغه بیان خواشینی شوی چې ویلي وو اوکراین قانوني حق لري چې د روسانو په لوژېستیکي ځایونو باندې برید وکړي.

د روس د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخروا په ماسکو کې خبریالانو ته وویل، "په لویدیځ کې دوی له کیېف څخه په ازاده غواړي چې په روس باندې برید وکړئ او په هغو وسلو یې هم کولای شئ چې له ناټو څخه مو ترلاسه کړي."

کرملن ویلي، د لویدیځ په ځآنګړي ډول د برتانیې هڅې چې غواړي اوکراین ته درنې وسلې ولېږدوي د اروپا امنیت ګواښلی دی.

امریکا دا رد کړي ده، چې اوکراین ته یا خپل او یا د ناټو سرتیري واستوي خو واشنګټن او اروپايي متحدینو یې کیېف ته درنې وسلې، د ټانکونو او الوتکو ضد توغندي او جنګي ډرونونه استولي‌ دي.

په اوکراین د روس د یرغل راهیسې امریکا له اوکراین سره تر اوسه د ۳.۷ بیلینه ډالرو په ارزښت امنیتي مرستې کړې دي.

د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین د دومره زیاتو وسلو لېږد د امریکا او د متحدینو لخوا د روس د ویجاړولو لپاره بللي خو ژمنه یې کړې چې دوی به هېڅکله بریالي نشي.

الجزیرې د روس د تاس خبري ادارې له خولې راخیستي، چې د روس په بیلګراډ ښار کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وختي مهال هوايي دفاعي سیستمونه فعال شوي دي.

رویټرز خبري اداره لیکي، چې په اوکراین باندې د روس د یرغل راهیسې په زرګونو کسان وژل شوي، په میلیونونو بې ځایه شوي او د امریکا او روس ترمنځ پرې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ګوټېریش کیېف ته تللی:

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېریش د خبرو کوربه دی.

اوکراین د روس د انرژۍ په لېږد باندې د بندیز غوښتنه کړې او د امریکا ولسمشر جو بایډن له اوکراین سره د پوځي،‌ اقتصادي او بشري مرستو لپاره یو غوښتنلیک برابروي.

ګوتېرېش اوکراین ته په دې هدف رسېدلی چې بشري ملاتړ پراخ او د جګړو له سیمو څخه د ملکي وګړو وېستل باوري کړي.

په همدې مسلو ښاغلی ګوټېریش د دې اونۍ په سر کې د روس له ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره هم خبرې کړي.

ګوټېریش په یو ټویټ‌ کې ویلي، "څومره ژر چې دا جګړه پای ته ورسېږي، نو د اوکراین، روس او نړۍ لپاره به غوره وي."

ملګروملتونو د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، دوی په ماسکو او کیېف کې ډلې لري چې د ګوټېریش او پوتین ترمنځ په اساسي منل شویو خبرو باندې کار وکړي چې له مخې یې ملګروملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته اجازه ورکړل شي چې د ماریپول په کلابند شوي ښار کې د ازوېستول په نامه د پولادو له کارخانې څخه ملکي وګړي وباسي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG