لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مزار شریف ښار کې دوو چاودنو لږ تر لږ نهه تنه وژلي او 13 ټپیان کړي


واشنګټن ـــــ د افغانستان د شمالي ولایت بلخ په مرکزي ښار مزار شریف کې نن ماښام بیا پرله پسې دوې چاودنې شوې دي چې د چارواکو په وینا نهه تنه پکې وژل شوي او 13 نور ټپیان شوي دي.

د بلخ د پولیسو د مشر ویاند آصف وزیري فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، دا دواړه چاودنې د ولایت په دوو جلا ولسوالیو کې د پنجشنبې- زیارت په ماښام هغه وخت وشوې چې خلک د روژه مات لپاره کورونو ته روان وو.

د طالبانو د پولیسو ویاند وایي دواړه چاودنې په عامو ښاري موټرو کې د ایښودل شویو چاودېدونکو موادو له کبله شوې دي او وایي داسې ښکاري چې هدف یې شیعه مسلمانان وو.

پر ټولنیزو رسنیو د دواړو چاودنو عکسونه خپاره شوي چې په یو کې د وېګن منځنۍ برخه تباه شوې او په بل کې پر وېګن موټر سرې لمبې بلې دي او یو تن د اوبو پایپ ورته نیولی د وژلو هڅه یې کوي. داسې ښکاري چې دا تن د اوبو پایپ له خپل کوره ور لګولی او د اور وژنې د ادارې کارکوونکی نه دی.

د بلخ د روغتیا چارواکو تایید کړې ده چې په چاودنو کې وژل شوي او ټپیان یې مرکزي روغتون ته وروړي دي، وایي د ټپیانو درملنه روانه ده خو دا یې نه دي ویلي چې هغوی په څه حالت کې دي.

د چاودنو ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

دا په دې ښار کې په دوو اوونیو کې دویمه چاودنه ده. د اپرېل پر 21مه هم په مزار شریف ښار کې د «سه دوکان» په نوم د شیعه مسلمانانو په جومات کې چاودنه شوې وه چې تر شل زیات کسان پکې وژل شوي او تر پینځوسو زیات ټپیان شوي وو.

د هغې چاودنې ذمه واري داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې وه، طالبانو تر چاودنې یوه وروسته دعوه کړې وه چې د دې چاودنې د پلانولو په تور یې د دې ډلې یو تن عبدالمحید سنګریار نیولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG