لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مخکیني افغان پوځ ته ورکړل شوي‌ د اووه ارب ډالرو امریکایي پوځي وسایل طالبانو ته ور پاتې شوي


واشنګټن ــــ د امریکې د دفاع وزارت وایي د شاوخوا اووه اربه ډالرو په ارزښت پوځي وسایل په تېره اګست میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته پر خپل ځای پاتې شوي او اوس د طالبانو لاس ته ورغلي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکې کانګرس د سي این این له خوا د هغه خپاره شوي رپوټ په اړه څېړنه پیل کړې چې وايي د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د شاوخوا اووه اربه ډالرو په ارزښت پوځي وسایل طالبانو ته ور پاته شوي دي.

سي این این خبري ادارې د امریکې د دفاع وزارت له خوا په یو تازه رپوټ کې ویلي چې دغه وسایل په تېرو 16 کلونو کې د افغانستان مخکینیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو.

ځینو رسنیو رپوټونه ورکړي‌ وو چې امریکایي ځواکونو له افغانستانه په بشپړه توګه تر وتلو مخکې خپل یو شمېر پوځي وسایل په دې هېواد کې ضایع کوي خو اوس رپوټونه وایي چې یو شمېر وسایل ترې پاته او د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاته پوځي وسایلو په هکله مخکې کره معلومات نه وو، ځکه د امریکې کانګرس له دفاع وزارته وغوښتل چې په دې هکله یو رپوټ ترتیب کړي او د کانګرس غړیو ته یې وسپاري.

سي این این د دې رپوټ په حواله لیکلي چې د امریکې دفاع وزارت د دغو پاته شویو پوځي‌ وسایلو د تر لاسه کولو یا ضایع لپاره افغانستان ته د بیرته ورتګ څه پلان نه لري.

د پېنټاګان یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط منلې چې دغه رپوټ د کانګرس په غوښتنه ترتیب شوی خو د رپوټ پر جزیاتو له تبصرې کولو یې ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه رپوټ تر اوسه په عامه توګه نه دی خپور شوی.

په رپوټ کې ویل شوي چې له 2005 تر 2021م کال پورې د افغانستان مخکینیو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د 18.6 اربه ډالرو په ارزښت پوځي وسایل او آلات ورکړل شوي وو.

اټکل کیږي چې په دغو وسایلو او سامان آلاتو کې الوتکې، ګوله بارود، پوځي وسایل، وسلې، مخابراتي وسایل او نور پکې شامل دي، چې د 7.12 اربه ډالرو په ارزښت یې په افغانستان کې پاتې دي.

په رپوټ کې د هغو الوتکو ارزښت چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پاته دي شاوخوا 923 میلینه ډالر ښوول شوی دی.

امریکایي ځواکونه چې له افغانستانه وتل 78 الوتکې- چې امریکا جوړې کړې وې- د کابل په هوایي ډګر کې ولاړې وې. د پېنټاګان په رپوټ کې ویل شوي چې دغه الوتکې غیرفعاله کړل شوې وې.

په دې رپوټ کې دا هم ویل شوي، د افغانستان مخکینیو وسلوالو ځواکونو ته چې کوم 96 زره پوځي موټر ورکړل شوي وو، د 12 زره مرمۍ ضد بکتربند موټرو په ګډون 40 زره یې طالبانو ته په لاس ورغلي دي. پېنټاګان وایي معلومه نه ده چې له دغو موټرو کار اخیستل کېدی شي که نه.

سي این این د دې رپوټ په حواله ویلي چې د افغانستان مخکیني پوځ ته له ورکړل شویو څلور لکه 72 زره توپکو څخه څه باندې درې لکه یې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پاته دي.

د پېنټاګان په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د شپې له خوا د لیدلو ځانګړې عینکې، د بایومېټرک د ځای د پیدا کولو وسایل، د ماینونو او چاودېدونکو موادو د شنډولو وسایل هم په افغانستان کې پاته دي. په دې رپوټ کې ددغو ځانګړو پوځي وسایلو شمېر شاوخوا 42 زره ښوول شوی چې هلته پاته دي.

تر اوسه نه ده معلومه چې آیا طالبان له امریکایي ځواکونو ور پاته پوځي وسایلو څخه ګټه اخیستلای شي که نه، خو څېړونکي وایي ګومان نه کیږی چې طالبانو ته داسې پوځي وسایل په لاس ورغلي وي چې نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.

د امریکې دفاع وزارت ویلي له 2001 تر 2020م کال پورې یې شاوخوا 825 ارب ډالر یواځې د افغانستان پر پوځي چارو لګولي خو د براون پوهنتون وایي په تیرو شلو کالو کې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې 2.3 کرب ډالر لګولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG