لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په یو جومات کې چاودنې لږ تر لږ 10 تنه وژلي او 20 ټپیان کړي


واشنګټن ــــ په کابل ښار کې نن د جمعې په ماسپښین بیا په یو جومات کې زوروره چاودنه شوې ده چې د طالب چارواکو په وینا لږ تر لږ 10 تنه پکې وژل شوي او 20 ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند بسم الله حبیب رایټرز خبري‌ ایجنسۍ ته ویلي چې دغه چاودنه د کابل ښار په لوېدیځ دارالامان سیمه کې د «خلیفه صاحب» په نوم جومات کې په ځایي وخت شاوخوا دوې بجې شوې ده.

د طالبانو مرکزي حکومت دا برید په کلکه غندلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي، "د کابل په شپږمه حوزه کې په یو مسجد کې نننۍ چاودنه په کلکو ټکو غندو. په دې روژه کې دا ډول ظالمانه وژنې د هغو کړیو کار ده چې له اسلام او هېواد سره هیڅ تړاو نه لري".

یو عیني شاهد چې د چاودنې په وخت په جومات کې دننه وو رایټرز ته ویلي، چې یوې زورورې چاودنې د لمانځه پر وخت د جومات ودانۍ ولړزوله، وایي په چاودنه کې د ده پښې لاسونه هم سوځېدلي دي.

د سیمې یو ځایي اوسېدونکی محمد صابر وایي، ده تر چاودنې وروسته کسان ولیدل چې خلکو ایمبولنسونو ته ور پورته کول. صابر رایټرز ته ویلي:

"چاودنه ډېره زوروره وه، ما داسې وګڼله چې د غوږونو پردې مې پرې شوې".

د پېښې ځای ته د نیژدې یوه روغتون یوې نرسې- چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کوله- وویل چې روغتون ته یې د وروړل شویو ګڼ‌ شمېر ټپیانو حالت مرګونی دی.

د دې چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.

دا دویمه اوونۍ ده چې د افغانستان په پایتخت کابل،‌ مزار شریف او کندوز کې پرله پسې په جوماتونو کې چاودنې کېږي چې د اکثرو ذمه وارۍ داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې دي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ هم د شمالي ولایت بلخ په مرکزي ښار مزار شریف کې پر دوو وېګن موټرو جلا- جلا چاودنې شوې وې چې د طالب چارواکو په وینا نهه تنه پکې وژل شوي او 13 ټپیان شوي وو.

دغه چاودنې پر شیعه مسلمانانو شوې وې چې ذمه واري یې داعش خراسان ډلې منلې ده.

که څه هم طالبان وایي د دوی په واکمنۍ کې امنیت ټینګ شوی او دعوه کوي چې داعش ډله په افغانستان کې په عملي توګه کوم ځای نه لري،‌ خو د نړۍ هېوادونه او څېړونکي وایي اوس هم داعش او نورې وسلوالې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي.

په کابل کې نننۍ چاودنه په داسې وخت کې شوې چې خلک د کوچني اختر لپاره تیارۍ کوي. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د اختر په اړه پخپله پیغام کې هم د افغانستان امنیت ډاډمن بللی:

"امنیت د آبادۍ او ښېرازۍ لومړی شرط ګڼل کیږي او د اسلامي امارت ځواکونو د خورا سترو قربانیو په ورکولو سره ډاډمن امنیت ټینګ کړی".

په تېرو دوو اوونیو کې پرله پسې شیعه مسلمانان په نخښه شوي خو د سني مسلمانانو جومات هم د برید هدف ګرځېدلی. د اپرېل پر 21مه په مزار شریف کې د شیعه مسلمانانو پر جومات په برید کې تر 20 زیات کسان وژل شوي او تر 50 ډېر ټپیان شوي وو.

همدارنګه د اپرېل پر 22مه هم د جمعې په ورځ په کندوز ښار کې د سني مسلمانانو پر یو جومات چاودنه شوې وه چې د طالبانو په وینا 33 تنه پکې وژل شوي او تر څلوېښت زیات پکې ټپیان شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG