لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فریډم نیټورک: تېر یوه کال کې پاکستان کې صحافيانو باندې 86 بریدونه شوي او څلور خبريالان وژل شوي


اسلام اباد ــــ په پاکستان کې د صحافيانو خلاف د سرغړونو په پېښو نظر ساتونکي غېر دولتي تنظيم فريډم نېټورک په خپل کلني رپورټ کې ویلي د مى 2021م او اپریل 2022 په منځنۍ موده کې د هېواد دننه د صحافيانو پرضد د برېدونو 86 پېښې ثبت شوي او دې مهال څلور خبريالان وژل شوي هم دي.

د فريډم نېټورک مشر اقبال خټک وايي، په داسې حال کې چې تېر کال د صحافيانو خلاف د ثبت شوو سرغړونو او حملو مجموعي شمېر څو درجې کم شوی خو د ډېجټل ميډيا لپاره کارکوونکي صحافيان مسلسل په نښه کېږي.

فريډم نېټورک دا رپورټ په داسې حال کې جاري کیې چې د مې په درېیمه نېټه په ګرده نړۍ کې د صحافتي ازادۍ نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

د فريډم نېټورک په رپورټ کې ويل شوي چې د مى 2021 او اپریل 2022 په منځنۍ موده کې حکومتي او رياستي کردارونه لکه د پخوا پشان د صحافيانو لپاره د ګواښ او حطر تر ټولو لويه ذريعه وه او د عمران خان په پخواني حکومت کې د صحافيانو خلاف مقدمې جوړې کړی شوې، وژل شوي، ګرفتار شوى، ګواښل شوي او اغوا شوي دي.

د بشري حقونو او صحافيانو نړیوالو تنظيمونو هم تور لګولی چې د عمران خان په واکمنۍ کې د صحافيانو ځورول او سنسرشپ انتها ته رسېدلی وو او تر دې چې نړیوال تنظیم «رپورټرز ویدآوټ بارډرز» پخوانی وزیر اعظم عمران خان د ازاد صحافت «ښکاري» بللی وو، خو د عمران خان حکومت تل دغه تورونه رد کړي وو او ویل به یې چې په پاکستان کې مطبوعات تر غربي نړۍ هم زيات ازاد دي.

د غېردولتي تنظيم فريډم نېټورک مشر اقبال خټک په دې رپورټ د ډيوه سره خپله تجزیه کې وايي دا رپورټ ښيي چې په پاکستان کې د صحافيانو لپاره صورتحال ښه نه دی.

ښاغلی خټک وايي مونږ په تېرو درې نيمو کلونو کې وليدل چې دا صورتحال هر کال خرابېږي او د هغه وخت حکومت ددې خراب صورتحال د ايسارولو لپاره هیڅ پکار اقدامات نه وو پورته کړي.

اقبال خټک وايي رپورټ ښیي چې په دغه موده کې د صحافيانو خلاف د سرغړونو او حملو 86 پېښې شوې دي او څلور خبريالان وژل شوي هم دي.

دی وايي اوس اوس هغه صحافيان چې په انټرنېټ باندې کار کوي د هغوي لپاره خطره زياته شوې ده او وايي ددې علت دا دی چې اوس په پاکستان کې زيات خلک انټرنيت او موبایل ټیلیفون کاروي.

اقبال خټک وايي په پاکستان کې په اخبارونو او ټي وي چېنلو باندې سياسي موضوعات زيات شوي، د خلکو د ستونځو په اړه رپورټنګ ډېر نه کېږي نو خلک حکومت ته د خپلو ستونځو رسولو لپاره سوشل مېډيا کاروي.

په رپورټ کې ويل شوي چې د سرښار اسلام اباد په ګډون د پاکستان په څلور واړو صوبو کې يو ځای هم د صحافيانو لپاره محفوظ یا خوندي نه دی او په خبريالانو باندې هر ځاى حملې کېږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې په ټولنيزو رسنيو د رایې د اظهار د مخنیوي لپاره ځینې لانجمن قوانین هم معرفي کړي وو او په دې لړ کې د پاکستان صدر عارف علوي سږ کال فرورۍ مياشت کې د پاکستان د اليکټرانکي جرمونو د مخنيوي د کال 2016 په قانون پيکا کې د بدلون په غرض يو آرډيننس جاري کړې وو.

دا قانون وروسته د اپریل په اتمه اسلام اباد هاىکورټ غېراییني وګرځاوه او ددې شلمه ماده یې هم په دې ختمه کړه چې د عدالت په وینا دا‌ د بشري حقونو او د رایې د اظهار ازادۍ خلاف ده.

د مسلم لیګ ن په اوسني اتحادي حکومت کې د اطلاعاتو او فرهنګ مرکزي وزیرې مريم اورنګزیب اعلان کړی چې حکومت به د پاکستان تحریک انصاف په واکمنۍ کې معرفي کړی شوې د پاکستان مېډيا ډویلپمنټ اتهارټي ختموي او دا یې هم ویلي چې د اظهار د ازادۍ ځپونکی هر پخوانی تور قانون به هم ختموي.

د فريډم نېټورک د رپورټ ترمخه تېر کال کې د صحافيانو خلاف د سرغړونو او حملو 86 پېښې ثبت شوي او دا د مياشتې په حساب اوسطاً اووه پېښې او د ورځې په سر پينځه پېښې جوړېږي.

رپورټ وايي په دغه موده کې د صحافيانو خلاف 13 مقدمې درج شوي، د ځورونو هم 13 پېښې رپورټ شوي او دا ډول په غېر قانوني توګه د ګرفتارۍ 11، د اقدام قتل او زباني دړکو پرله پسې نهه نهه پېښې شوې دي.

رپورټ وايي په مجموعي توګه اسلام اباد د صحافيانو د کار لپاره تر ټولو د خطرناک ښار په توګه پېژندل شوی او یاده موده د صحافيانو پرضد د سرغړونو او حملو 32 پېښې را مخې ته شوې دي.

د فريډم نېټورک په رپورټ کې په دویم نمبر سیند ایالت د صحافيانو لپاره تر ټولو خطرناک ګڼل شوی چې پکې د سرغړونو او حملو 23 پېښې رپورټ شوې دي.

خېبر پښتونخوا صوبه د صحافيانو لپاره په دريم نمبر تر ټولو خطرناکه بلل شوې او رپورټ وایي دغلته د صحافيانو خلاف د ځورونو، دړکو او حملو ټولې 16 پېښې ثبت شوي دي. په پنجاب کې دا شمېر 11، بلوچستان کې دوه، په کشمیر او ګلګت بلتستان کې پرله پسې يوه يوه رېکارډ شوې ده.

په پاکستان کې د صحافيانو د تر ټولو لوی تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي منشي ناصر زيدي وي او اې ډيوه ته ویلي ددغه رپورټ يو يو ټکی حقیقت دی. دی وايي تېر کال د هېواد د صحافيانو لپاره په هره کچه له ستونځو ډک کال وو:

"په دغه موده کې نه يواځې صحافيان نيول شوي بلکې ځنې پکې وژل شوي هم دي، خو د تاسف خبره دا ده چې د صحافيانو خلاف د سرغړونو نه خو حکومت پلټنې کړي او نه یې د دې لپاره کوم کمېشن جوړ کړی".

ناصر زیدي وايي د تېر حکومت لخوا په دې اړه ګام پورته کول خو څه چې په دغو سرغړونو کې حکومت او رياستي ادارې په خپله ککړې پاتې شوي.

د فریډم نیټورک رپورټ وايي د سرغړونو او حملو په دغو 86 پېښو کې درې پېښې د ښځینه صحافيانو پرضد مخې ته راغلې دي چې په هغوی ته د خطرناکو نتيجو دړکې ورکړی شوې دي.

د صحافيانو نړیوال تنظيمونه هم پاکستان د خبريالانو دپاره د نړۍ خطرناک هېواد ګڼي او «کمېټي ټو پروټیکټ جرنلسټ» وايي د کال 1992 راهیسې په پاکستان کې 63 صحافيان وژل شوي چې پکې امریکايي صحافي ډېنيل پرل هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG