لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: شمالي وزیرستان کې د پوليو دوېمه پېښه مالومه شوې


اسلام اباد کې د صحت قومي مرکز ويلي، د پوليو دپاره قومي ليبارټرۍ تاييد کړې چې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکې دوه کلنه ماشومه د پوليو وايرس وهلې ده.

دا په لسو کې د پوليو دوېمه پېښه ده چې مخې ته راغله.

له دې وړاندې په 22 اپرېل د شمالي وزيرستان د ميرعلي په ايسوړي سیمه کې د 15 مياشتني ماشوم محمد صالح په بدن کې د پوليو وايرس تایید شوی دی.

په تازه پېښه د پوليود مخنیوي د پروګرام اندېښنه څرګنده کړې او چارواکو ويلي علاقې ته يې ټيم لېږلی چې ماشومانوته د پوليو ضد څاڅکې ورکړي او ورسره ټيکې ولګوي چې د ماشومانو قوت مدافعت يا د دفاع نظام مضبوط کړي.

په پاکستان کې 15 مياشتې وروسته د پوليو لومړۍ پېښه مخې په 22 اپرېل مخې ته راغلې وه.

له دغې وروسته په 25 اپرېل وزيراعظم شهباز شريف ويلی وو، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي، د ملک څخه به پوليو ختمولی شي او د پوليو پرضد مبارزه کې به هيڅ ډول غفلت ونه زغمل شي.

نوموړي په ټویټر ويلي،

"اوس به د پوليو ضد کمپاين کې د خېبرپښتونخوا حنوبي ضلعې په ځانګړي ډول بنو، شمالي او جنوبي وزيرستان په هدف وي".

له دغې وروسته په 26 اپرېل د مایکروسافټ کمپنۍ باني بل ګیټس بيا د وزیراعظم شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې او پاکستان ته یې ډاډ ورکړ چې د بل او میلنډا ګیټس فاونډیشن (BMGF) به په پاکستان کې يو ماشوم د پولیو وایرس د لاسه د فالج کیدو خطر ته نه ورکوي او په ملک کې به د پوليو وايرس په ضد مرستې جاري ساتي.

هغه د پوليو ختمې په لړ کې د پاکستان هڅې ستایلې وې.

پاکستان کې په تير کال 2021 کې په 27مه جنورۍ د پوليو وروستۍ پېښه د بلوچستان له قلعه عبدالله څخه رپوړت شوې وه. په کال 2022م کې د دغه کېس راتلو سره په ټوله نړۍ کې د پوليو کېسونو شمېر دريو ته رسېدلی دی. له دې وړاندې په روان کال کې يو کېس په افغانستان کې او بل د افريقني هيواد مالاوي څخه رپورټ شوی وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هيوادونه پاتې دي چرته چې لا هم پوليو وايرس شته او ماشومان د دغه وايرس د لاسه د ټول عمر د معذورۍ ښکار کېدو په خطر کې دي. د صحت ماهرين وايي يواځې د پوليو په دوو څاڅکو خپل ماشومان د پوليو له خطرناک وايرسه بچ ساتلی شئ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG