لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د مې میاشتې اخر کې د ولس له سمندر سره اسلام اباد ته تاریخي «لانګ مارچ» کوو


واشنګټن ــــ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکینی وزیراعظم عمران خان د خپل حکومت تر ختمېدو وروسته له پرله پسې احتجاجي جلسو وروسته اعلان کړی چې د مې میاشتې په اخر کې به د اسلام اباد پر لور اوږد لاریون کوي.

د عمران خان دې اعلان ته د مسلم لیګ ن په مشرۍ اتحادي حکومت تر اوسه څه جواب نه دی ویلی. وزیراعظم شهباز شریف دا مهال د سعودي‌ په سفر دی.

په پاکستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې د مرکزي حکومت په ضد اوږده لاریونونه «لانګ مارچ» رواج شوي دي، کله چې عمران خان په 2018م کال کې وزیراعظم شو نو اپوزیشن ګوندونه د هغه په ضد پرله پسې احتجاجونه وکړل او اسلام اباد ته په «مالنګ مارچ» کې ورغلل.

د شنبې- خالي په ورځ د خپل ګوند په رسمي‌ ټویټر پاڼه باندې په خپره کړې لنډه وېډیو کې عمران خان وویل چې د ګوند د مرکزي کمېټۍ په غونډه کې یې پرېکړه کړې چې د شهباز شریف د حکومت په ضد «لانګ مارچ» وکړي.

عمران خان نه یواځې د تحریک انصاف ګوند بلکې د پاکستان پر ټولو خلکو ږغ وکړ، چې په دې اوږده لاریون کې ګډون وکړي ځکه چې وایي د شهباز شریف په وزیراعظم کېدو سره د ملک «سپکاوی» شوی دی:

"د یوې بهرنۍ دسیسې په بنیاد د پاکستان تر ټولو کرپټ پر ملک مسلط کړای شوي، په کابینه کې 60 فیصده کسان په ضمانت باندې دي، هغه چې وزیراعظم جوړ شوی «کرایم منیسټر [وزیرجرم]» بلل کېږي، چې په ایف ای اې او نېب کې ورباندې د 40 اربه روپیو د بډو رشوتونو کېسونه دي".

عمران خان پر خپلو پلویانو ږغ وکړ چې له اوسه لا د لانګ مارچ تیاري پیل کړي او د اختر په شپه په ټول هېواد کې له خپلو بیرغونو سره را ووځي او نړۍ ته وښیي چې "پاکستان یو ژوندی ملت دی".

د بهرنۍ دسیسې تورونه:

عمران خان د مارچ پر 31مه- چې لا وزیراعظم وو- ولس ته په خپله ټیلیویژني وینا کې وویل، چې یو بهرني هېواد یې د یو خط په وسیله د حکومت د ختمولو لپاره ګواښ کړی دی.

عمران خان په خپله هغه وینا کې نه غوښتل چې د دغه بهرني هېواد نوم واخلي خو د امریکې نوم یې په ناپامۍ سره واخیست، خو امریکې په بیا بیا د عمران خان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي دوی په پاکستان کې د جمهوریت ملاتړ کوي.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وروستۍ غونډې په اعلامیه کې ویل شوي وو چې د مخکیني وزیراعظم عمران خان په خلاف یې د هیڅ بهرنۍ دسیسې شواهد نه دي موندلي. په دې غونډه کې د سېول حکومت او پوځي مشرانو ګډون کړی وو.

د عمران خان په ضد د اپوزیشن ګوندونو د بې باورۍ تحریک چې د مارچ په وروستیو ورځو کې وړاندې شوی وو، د اپرېل پر 10مه ورباندې د سپریم کورټ په امر ورباندې رایې واچول شوې او په نتیجه کې یې عمران خان له څوکۍ لرې کړای شو او شهباز شریف د قومي اسمبلۍ په اکثریت رایو د پاکستان وزیراعظم وټاکل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG