دپاکستان دقبایلي ضلعې شمالي وزیرستان په ځېنو برخو اؤ افغانستان کې نن مسلمانان د وړوکي اختر وړومبۍ ورځ نمانځي اؤ سعودي عرب کې سبا د دوشنبې یا ګل په ورځ د وړوکي اختر دنمانځلو اعلان شوی دی.
افغانستان نور کله د سعودي عرب داعلان سره سمه د روژې اؤ اختر اعلان کولو خو دا چې اوس په افغانستان کې دمیاشت لیدنې خپله کمیټه جوړه شوې ده اؤ دغه کمیټې پرون دمیاشتې دلیدو له شهادتونو وروسته نن یکشنبه په ګرد هیواد کې د کوچني اختر وړومبۍ ورځ اعلان کړې وه.
همدا شان شمالي وزیرستان نه هم دمیاشت لیدنې شخصي کمیټیو دعوه کړې وه چې دشوال دمیاشتې دلیدلو شهادتونه ورته ترلاسه شوي دي اؤ دیکشنبې په ورځ یې داختر اعلان کړی ؤ.
دشمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکي خبریال صفدر داوړ له مخې نن(یکشنبه) دمیرانشاه د درپه خیل سیمې په عیدګاه ،دمیرعلي په عیسوړي زوړ کوټ عیدګاه اؤ دموسکي په فقیران جومات کې د کوچني اختر نمونخونه شوي دي.
په عین حال کې دپېښور قاسم علي خان جومات نه دمیاشت لیدنې غیر دولتي کمیټې هم اعلان کړی دی چې نن د یکشنبې په ماښام به دشوال دمیاشتې دلیدنې لپاره غونډه راجوړوي اؤ که شهادتونه ورته ترلاسه شول نو دوشنبه به د وړوکي اختر اعلان کوي.
دپاکستان دمیاشت لیدنې دولتي کمیټه هم نن خپله غونډه کوي چې پکې به دشوال دمیاشتې شهادتونه اخستل کیږي