لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بايډن او مېرمن يې د نړۍ مسلمانانو ته د وړوکي اختر اومبارکي ويلې


د امریکې صدر جوبايډن او لومړۍ مېرمن جِل بايډن د نړۍ مسلمانانو ته د وړوکي/ کوچني اختر اومبارکي ويلې او په سپينه ماڼۍ کې د وړوکي اختر مراسم لمانځلی شوي دي.

د سپينې ماڼۍ نه په جاري کړی شوي بيان کې صدر جوبايډن ويلي، "په امريکا او ګرده نړۍ کې چې مسلمانان د روژې په ختمېدو وړوکی اختر لمانځي، جِل او زه هغو ټولو ته اومبارکي وايو څوک چې اختر لمانځي".

صدر بايډن امریکايي مسلمانان ستايلي او ويلي يې دي، "مسلمانان هره ورځ زمونږ ټولنه پياوړې کوي، په داسې حال کې چې دوی زمونږ په ټولنه کې د هدفي تاو تريخوالي او اسلاموفوبيا د چېلنجونو او دړکو سره مخ دي".

بايډن چې کيتهولک دي په سپينه ماڼۍ کې يې په غونډه کې ګډون کړی او ويلي يې دي، "د درېو غټو مذهبونو ترمنځ ډېر څيزونه يو شان والی لري".

هغه ويلي، "په لسيزو کې په لومړي ځل درې ابراهيمي عقيده لرونکي په يو وخت خپلې سپېڅلې ورځې نمانځي، روژه، د يهوديانو اختر او د عيسايانو تهوار(ايسټر)".

بايډن د مسلمانانو د روژې په اړه ويلي، "مسلمانان د روژې د لارې د کړاوونو سره مخ نورو دپاره د خواخوږۍ څرګندونه کوي، او د دې خبرې تجديد کوي چې د خلکو مشکلات راکم کړي او نړۍ يو ښه ځای جوړ کړي".

په سپينه ماڼۍ کې راجوړه غونډه کې د بايډن مېرمن او د مرستيالې صدر کامېلا هېرس مېړه ډوګ اېموف هم ګډون کړی دی.

کامېلا هېرس د کرونا له امله په دغه غونډه کې ګډون نه دی کړی.

صدر بايډن ويلي، "په امريکا کې مذهبي ازادي زمونږ هېواد پياوړی کوي، مونږ به د ټولو عقيدو لرونکو امریکايانو سره په شریکه کار کوو، او دا ژمنه به په ځای ساتو".

په سپينه ماڼۍ کې د وړوکي اختر مراسم لمانځل شوي دي، تېر کال د کرونا له امله دغه مراسم په ويډیو يا ورچويل لمانځل شوي وو.

بايډن په دغه موقع "د ملينونو په شمېره کې د کډوالو يادګېرنه هم کړې چې دغه مقدسې ورځې د خپلوانو نه جدا لمانځي او د خپل راتلونکې څخه نه دي خبر".

هغه ویلي، "دوی به په ګرده نړۍ کې د ځپلو خلکو دپاره د امېد څراغ بل ساتي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG