لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور کور کمانډر جنرل فیض حمید شمالي وزیرستان ته تللی چې اکثر اوسېدونکي يې لا کډوال دي

ډېره اسماعيل خان - د پېښور د کور کمانډر جنرال فېض حمید د اختر په ورځ د شمالي وزیرستان دته خېل تحصیل سفر کړی او دسیمې په وضعیت يې ډاډ ښکاره کړی، خو د سيمې نه بې کوره شوي خلک وایي اته کاله د کډوالې ژوند ستړي کړي او د دوی د واپسې غور څوک نه کوي.

‎دته خېل د شمالي وزیرستان هغه سیمه ده چې ځايي خلک يې په کال2014م کې دتندلارو په ضد د پاکستان د پوځ ضرب عضب عملیاتو له امله خپل کورونه او کاروبارونه پرېښودي وو خو تر اوسه ورته بيرته نه دي ستانه شوي.

‎په ياده سيمه کې دا وخت یوازې پوځي ځواک او امنیتي چارواکي پاتې کیږي. تیره میاشت په شمالي وزيرستان کې په امنیتي عسکرو یو شمیر بریدونه شوي چې پکې د اپریل په 14م ووه پاکستاني پوځیان وژلي شوي وو او دا رنګ د اپریل په 23 په یو بل وسله وال برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

‎د بريدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

‎په سیمه کې امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته وویل کور کمانډر لیفټیننټ جنرل فېض حمید د سفر مهال په دته خېل سیمه کې ځایي خلکو سره لیدلي او د هغوی سره يې په علاقه کې د یو شمیر ترقیاتي پروژو ژمنه کړې چې پکې د دته خېل بازار بیا رغونه، دته خېل کې کالج، بینک برانچ او د لوړه او دوه تويې سیمو سړک جوړول شامل دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه په رسمي توګه څه خبر نه دې جاري کړی ‎خو د سیمې نه بې کوره شوي خلک وایي اته کاله د کډوالې ژوند تیرولو دوی ستړی کړي او د دوی د ستنېدو غور څوک نه کوي چې په خپل کور د امن او خوشحالی ژوند تیر کړي.

‎په بنو کې میشت یو کډوال بیت الله وایي اته کاله کیږي چې بې کوره دي. هغه وویل لومړی په افغانستان کې وو او تیره میاشت د افغانستان نه بیرته بنو ته راغلي خو دوی ته یوه اسانتیا نه ده په ځایی کړې شوې.

هغه وویل دوی د علاقې امنیت ته لیواله دي او کور کمانډر دې لومړی په بشپړ ډول د دوی سیمې پاکې کړي چې تر هغه وروسته دا کډوال خپل علاقو ته واپس کړل شي.

د علاقې یو مشر میر عباس د کور کمانډر دا پروژې ستایي خو وایی دوی سره د بې کوره کولو په وخت په علاقه کې د امن په ځای کولو ژمنه شوې وه او تر ټولو لومړې دې هغه ژمنه پوره کړل شي.

‎هغه وویل د علاقې امنیت سره سکولونه کالجونه او د خلکو کورونه ضروري دي جې دا خلک پکې د امن او خوشحالی ژوند تیر کړي.

‎د سیمې یو بل مشر انور صادق وویل په دې کډوالۍ کې هیڅ کار روزګار نه لري او په بې کورۍ کې د نورو مشکلاتو سره مخ دی ځکه چې ماشومان بې تعلیم کیږي.

‎هغه وویل په علاقه کې د چلغوزو ځنګلونه او د کرومایټو غرونه لري خو دوی هغه ته نه پریښودل کیږي چې خپل معاش پرې برابر کړي.

‎په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات پيل کړي چې پکې ياده سيمه د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې.

‎خو ولې وخت په وخت په قبایلي ضلعو کې په پاکستاني عسکرو دغه رنګ بریدونه کیږي او په څنګ کې يې هدفي وژنې هم روانې دي چې ورسره د پاکستان د پوځ لخوا د عملیاتو په کامیابۍ او سېمې د ترهګرو نه د پاکولو په دعوو نيوکې راپورته کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG