لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله: د مسجد نبوي د پېښې په تړاو د پي ټي ايي ضد مقدمې حکومت نه دي جوړې کړي


د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي، د مسجد نبوي د پېښې په تړاو د پاکستان تحريک انصاف پرضد مقدمې حکومت نه دي جوړې کړي، بلکې اوس هم په لسګونو خواستونه په تاڼو کې پراته دي او پلټنې يې کولی شي.

په 28 اپرېل چې د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف او ورسره وزيران سعودي عرب ته په سفر تللي وو، په مسجد نبوي کې د اطلاعاتو په وزيره مريم اورنګزېب او بل وزير شاه زېن بګټي باندې د غل، غل او غدار غدار نعرې وهل شوې او په ټولنيزو رسنيو په خپرو شوو ويډيوز کې ليدل شوي، چې يو تن د شاه زېن بګټي د وېښتو نه هم رانيسي.

په ټولنيزو رسنيو ویل شوي وو دغه کسان چې په حکومتي وزيرانو يې نعرې وهلي دا د پاکستان تحريک انصاف ګوند پلويان وو.

په 29 اپرېل بيا سعودي ګزټ ورځپاڼې ويلي وو د مسجد نبوي په پېښه کې تورن ککړ پينځه پاکستاني نيول شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو د دغه پېښې وروسته ویلي چې دغه حکومتي مشران او وزيران چې چرته هم ځي، د دغه ډول حالاتو سره به مخ کيږي. او د يادې پېښې يوه ورځ وړاندې د تحریک انصاف د مخکني حکومت د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد ويلي وو سبا ګورئ چې خلک د دوی سره څه عمل کوي.

په مسجد نبوي کې د پېښې رامنځته کېدو وروسته په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د مشر، مخکني وزيراعظم عمران خان او نورو پرضد د مذهب د سپکاوي مقدمې درج شوي دي.

راناثناالله پرون په درېمه مې د پنجاب په فېصل اباد ښار کې مطبوعاتو سره په خبروکې وويل، حکومت په دغو مقدمو کې نه خو مدعي دی، نه فريق او نه ګواه، او په دغه لړ کې به بې طرفه پلټنې کولی شي.

هغه وويل، که د يو چا مذهبي جذبات اغېزمن شوي وي زه د دې په حق کې يم چې خلک قانوني لاره خپله کړي، نه چې قانون په خپل لاس کې واخلي، کوم څه چې په دې ملک کې شوي دي، لکه د سيالکوټ په پېښه کې شوي وو.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپلو مشرانو او غړو پرضد د مذهب د سپکاوي جوړې مقدمې په اسلام اباد هايکورټ کې چېلنج کړي دي، بل لور ته په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن هم د دغو مقدمو بيرته اخستو غوښتنه کړې ده.

په مسجد نبوي کې د حکومتي وزيرانو پرضد د سپکاوي د نعرو خلاف د پنجاب په فېصل اباد ښار کې مقدمه درج شوې چې پکې مخکنی وزيراعظم عمران خان، نور وزیران او ورسره د 150 پورې کسان نومول شوي دي.

د يادې مقدمې وروسته د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله ويلي که ضرورت پېښ شو، عمران خان هم نيول کېدی شي.

نوموړي پرون وويل په مسجد نبوي کې چې کومه پېښه رامنځته شوې ده، د تحریک انصاف مشرانو ته خواست کوي چې د دغه پېښې غندنه وکړي، ځکه چې خلک د دغه پېښې پرضد خواستونه کوي او وايي که خواستونه يې ونه منل شو، بيا به زمه وار حکومت وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG