لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وایي‌ اوکراین ته د نېټو په لېږدېدونکو وسلو باندې به برید وکړي


واشنګټن ــــ د روس د دفاع وزیر سرګې شویګو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، اوکراین ته د نېټو په لېږدېدونکو وسلو باندې به برید وکړي. دغه خبره رویټرز د روس د دولتي خبري رسنۍ له خولې راخېستې ده.

روسانو د شورو یا چهارشنبې په ورځ په ورځ ویلي، دوی له تورې بحیرې څخه دوه کالیبر کروز توغندي په اوکرایني اهدافو باندې ویشتي دي او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړی چې دوی به اوکراین ته د نېټو په لېږدېدونکو وسلو باندې بریدونه وکړي.

شویګو وویل، امریکا او ناټو اوکراین ته په دوامداره توګه وسلې لېږي او په دې وروستیو اونیو کې دا اندازه ډېره شوې ده.

خو هغه وویل، مونږ اوکراین ته د نېټو هره ټرانسپورتي وسیله څارو او که وسلې او د اوکراین پوځ ته پکې نور داسې شیان وي نو ویجاړ به کړای شي.

د روس د دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي وو، چې دوی په اوکراین کې شپږ د اورګاډو داسې سټېشنونه ویجاړ کړي دي‌ د کومو له لارې چې اوکرایني ځواکونو ته له لوېدیځو هېوادونو څخه وسلې لېږدول کېدې.

د اوکراین د دفاع وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، روس هڅه کړې چې ددغه هېواد په ختیځ کې خپل بریدونه زیات کړي.

رویټرز خبري ایجنسۍ د اوکراین د دفاع وزارت د ویاند الېکزاندر موتوزېنېک له خولې راخیستي چې ماسکو په اوکراین کې د نهې یا سې شنبې په ورځ نېږدې ۵۰ بریدونه کړي دي.

هغه دا هم وویل، چې روسانو په ماريپول ښار کې د ازوېستول په نامه د پولادو په کارخانه باندې خپلو توغندویي او هوايي بریدونو ته دوام ورکړی.

د ماریپول ښاروال ویدیم بایچینکو د شورو یا چارشنبې په ورځ دغلته د روانې جګړې خبر هم ورکړی.

هغه ویلي، روسي جنګي الوتکو په اوکراین باندې ۱۸ راکټي بریدونه کړي چې موخه یې د دغه هېواد د ټرانسپورټي ودانیو له منځه وړل وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG