لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مزاري ملګرو ملتونو ته: د مذهب د سپکاوي قانون د عمران خان او نورو پرضد په ناوړه توګه کارول کيږي


د پاکستان تحريک انصاف ګوند یوې مشرې او د بشري حقونو مخکنۍ وزیري شيرين مزاري ملګرو ملتونو ته خط ليکلی، چې د پاکستان حکومت د مخکني وزيراعظم عمران خان او ګوند د مشرانو پرضد د مذهب د سپکاوي قانون په ناوړه توګه کارول کيږي، ملګري ملتونه دې مداخلت وکړي.

مسلم ليګ ن ګوند دغه خط ته په غبرګون کې ويلي، "دا خط نه دی، مونږ بچ کړئ دپاره منت او زاري ده".

مزاري دا خط په داسې حال کې ليکلی چې څو ورځې وړاندې د سعودي عرب د مدينې ښار په مسجد نبوي کې د حکومتي وزيرانو پرضد د سپکاوي د نعرو خلاف د پنجاب په فېصل اباد ښار کې مقدمه درج شوې چې پکې مخکنی وزيراعظم عمران خان، نور وزیران او ورسره د 150 پورې کسان نومول شوي دي.

د يادې مقدمې وروسته د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله ويلي وو که ضرورت پېښ شو، عمران خان هم نيول کېدی شي.

تحریک انصاف ګوند دغه مقدمه په اسلام اباد هايکورټ کې چېلنج کړې او په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د حکومت نه غوښتي د مذهب د سپکاوي مقدمې دې نه جوړوي او دغه مقدمه دې بيرته واخلي ځکه چې څوک دې هم د مذهب د سپکاوي مادې د سياسي مخالفت دپاره وکاروي.

په پاکستان کې وخت وخت د مذهب د سپکاوي د پېښو او مقدمو جوړولو خبرونه مخې ته راځي او د بشري حقونو فعال پرې نيوکې کوي چې دلته د مذهب د سپکاوي قانون د شخصي ګټو دپاره کارول کيږي.

د بشري حقونو تنظیم (اېچ ار سي پي) په خپل يو رپورټ کې ویلي، چې تېر کال 2021 کې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور کې لږ تر لږه 585 مقدمې درج شوې وې.

د ځايي میډيا ترمخه مزاري دغه خط د ملګرو ملتونو د عدالت پرته د مقدمو جوړولو، د ازادی اظهار مذهب او عقيدې د ازادۍ دپاره اړونده استازو ته لېږلی دی.

ويل شوي دغه خط چې د مې په دوېمه نېټه ليکل شوی پکې ویل شوي د سازش د لاندې د عمران خان د حکومت ختمېدو وروسته چې په مقدمو کې د نومولي او په ضمانت تن شهباز شریف وزيراعظم جوړ شوی او په پاکستان کې سياسي بحران جوړ شوی دی. هغې د اوسني حکومت د کورنيو چارو په وزير رانا ثناالله يې هم نيوکې کړي دي.

هغې تور لګولی په سرکاري ميډيا تحریک انصاف ته ځای نه ورکول کيږي، نورې چېنلې د کورېج نه منع کول کيږي، او ځینې نور تورونه يې هم لګولي دي.

خو د مسلم لیګ ن حکومتي وزیر مصدق ملک د شيري مزاري د خط په غبرګون کې ویلي، "دا خط نه دی مونږ بچ کړئ دپاره منت او زاري ده".

هغه ويلي، "يو لور ته امریکا سازش کړی او بل لور ته د ملګرو ملتونو نه د رحم اپيل، امريکا سازش کوي او ملګرو ملتونو ته خواست کولی شي، واه دا کوم سازش دی؟، د ازادۍ دعوې لرونکي د سياست دپاره د ملک نه بهر خطونه ليکي، په نورو فتوې لګوونکي د پي ټي ايي مشران په کومه خله ملګرو ملتونو ته خطونه ليکي؟".

XS
SM
MD
LG