لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: پاکستان سره اړيکو ته ارزښت ورکوو


امریکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې په پوهنتون کې ترسره شوي ځانمرګي بريد غندنه کړې او ویلي يې دي چې امریکا د پاکستان سره اړيکو ته ارزښت ورکوي.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس نه په څلورمه مې د خبري غونډې په مهال پوښتنه شوې چې "تيره اوونۍ (پاکستان کې) ځانمرګی بريد شوی. د افغانستان د حالاتو له امله په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده. د امريکا تېر حکومت د پاکستان امنيتي مرستې ځنډولې وې کومې چې تراوسه پورې ځنډېدلي دي. ايا دغې ته بيا کتنه کيږي؟".

نېډ پرايس په ځواب کې وويل، "مونږ په کراچۍ پوهنتون کې ځانمرګی بريد په کلکه غندلی وو، او نن يې بیا غندنه کوو. ترهګر بريد چې هر چرته کیږي د بشريت سپکاوی/ سرغړونه ده، ترهګر بريد که په پوهنتون کې، د عبادت په ځای کې وي، يا که په وروستيو کې هر ځای ليدل شوی، دا په حقيقت کې بشريت ته سپکاوی دی".

پرايس زياته کړې، "مونږ د پاکستان سره دوه اړخيړو اړيکو ته ارزښت ورکوو، مونږ غواړو چې د خپل همکار پاکستان سره د شريکو ګټو په برخه کې کار وکړو، چې په هغې کې د ترهګرۍ ضد مبارزه او د پولې امنيت هم شامل دی".

په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د کنفوشيس انسټيټيوټ په ګاډي ترسره شوي ځانمرګي بريد کې د دوه ښځينه استازانو په ګډون درې چينايان استازان او يو پاکستانی وژل شوي وو.

د بلوڅ بېلتون خوښې بلوچ لبرېش ارمي مجيد بريګېډ د دغه بريد زمه واري منلې وه چې لومړۍ ښځينه فدايي دغه بريد کړی وو.

د نوموړي نه پوښتنه شوې چې "د مذهبي ازادۍ په اړوند د امریکايي ادارې (د نړيوالې مذهبي ازادۍ د کمېشن) په سپارښتنه به هند په دوېم ځل د مذهب ازادۍ د سرغړونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی شي؟".

نېډ پرايس وويل، "دغه اداره سرکاري يا دولتي اداره نه ده، دا یواځې حکومت ته وړاندېزونه کوي، او بيا يې حکومت جاج اخلي".

هغه زیاته کړه "امریکا په ګرده نړۍ کې مذهبي ازادۍ ته ارزښت ورکوي او امريکايي کارپوهان او چارواکي دغه ماملات ګوري، او په دغه اړوند رپورټ هم وړاندې کړی شوی دی".

يادې ادارې چې تيره میاشت په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړوند خپل کاليز رپورټ وړاندې کړی وو، د هند په اړوند پکې ويل شوي وو چې په هند کې د مذهبي ازادۍ په منظمه توګه سرغړونه کيږي.

خو هند دغه تورونه رد کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG