لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يو اېن اېچ سي ار: د پاکستان نه په څلورو مياشتو کې يواځې 100 تنه کډوال بيرته افغانستان ته ستانه شوي


د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو اداره (يو اېن اېچ سي ار) وايي، د روان کال 2022 په لومړو څلورو میاشتو کې د پاکستان نه يواځې 100 تنه افغان کډوال بيرته خپل هيواد افغانستان ته ستانه شوي دي.

د يو اېن اېچ سي ار د پاکستان وياند قېصر اپريدی وايي، د روان کال په لومړو څلورو مياشتو کې (د لومړۍ جنورۍ نه تر 30 اپرېل پورې) د پاکستان نه يواځې 24 کورنۍ بيرته افغانستان ته ستنې شوي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، په دغو 24 کورنيو کې 100 کسان شامل وو او دا هغه کسان دي چې د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ دي او د ادارې په مرسته دوی په خپله خوښه بيرته تللي دي.

هغه زیاته کړه د تير کال 2021 د لومړۍ جنورۍ نه 30 جون پورې 450 کسان بيرته تللي وو.

هغه وويل د کډوالو د بيرته ستنېدو شمېره کمه شوې ده، او د دې يو علت په افغانستان کې معاشي او بشري چېلنجونه دي.

د يو اېن اېچ سي ار ترمخه په پاکستان کې 14 لکه رجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي چې زياتره يې په خېبرپښتونخوا کې دي.

د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه پاکستان نزدې اته لکه کډوال رجسټرډ کړي دي، او نزدې يو ملين داسې دي چې هغوی رجسټرډ هم نه دي.

افغانستان ته د پاکستان نه د کډوالو بيرته ستنېدو شمېره په داسې حال کې راکمه شوې ده چې تېر کال د اګست په مياشت کې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي دي.

ملګري ملتونه او نړيواله مرستندويه ادارې وايي د طالبانو په واک کې د راتګ وروسته په افغانستان کې بشري بحران رامنځته شوی او په درېو کې دوه برخې خلک چې 23 ملينه جوړيږي بشري مرستو ته اړتيا لري.

په خېبرپښتونخوا کې په چارسده روډ د خزانه افغان کډوالو د کېمپ مشر غلام سخي وايي، دغه رپورټ سم دی چې د افغان کډوالو د بيرته ستنېدو شمېره راکمه شوې ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، د افغانستان نه چې خلک دلته راکډه شوي نو د خپل ځان او بچو د سر او مال د خوندي کولو دپاره راغلي دي، نو چې هلته په افغانستان کې حالات داسې وي نو خلک به بيرته څنګه لاړ شي.

نوموړی وايي په افغانستان کې که د هر چا حکومت وي، عوام په خپل ځای عوام وي او امن غواړي، په ځای د دې چې هلته بيرته لاړ شي خلک د هیواد نه بهر راووځي.

هغه زياته کړه وړاندې خلکو په خپله بيرته تلل غوښته، او په 2016 کې څلور نيم لکه افغان کډوال په خپله خوښه بيرته تللي وو، یو کال وړاندې هم خلکو غوښته چې بيرته لاړ شي خو اوس هغه نه ګڼي چې پوره سل تنه به په روان کال کې بيرته ستانه شوي وي.

په افغانستان کې د طالبانوپه واک کې د راتلو د شپږو مياشتو په پوره کېدو د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو تنظیمونکي رامېز الاکبروف ويلي وو، "خلک د خپل بدن غړي/ حصې خرڅوي. خلک خپل ماشومان خرڅوي. له دوی نه لاره ورکه ده. دوی وږي دي او حالت ډېر زیات خراب دی."

له درېو څخه دوه برخې خلک چې کابو 23 میلیونه جوړیږي بشري مرستو ته اړتیا لري. دا له یو کال مخکې څخه 30 فیصده زیات دي او د دوی اړتیاوې بیړنۍ دي.

د خوراک نړیوال پروګرام ويلي و، نهه میلیونه افغانان له قحطۍ څخه یواځې یو قدم شاته دي.

د ژغورنې نړیوالې ادارې یا ايي ار سي ویلي وو، چې 97 فیصده خلک به د روان کال 2022 تر نیمايي پورې د غریبۍ له کرښې ښکته ژوند کوي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د دغه هېواد په بهرنيو ملکونو کې په اربونو ډالره تړل شوي، او د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو ملک هم په رسميت نه دی پېژندلی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG