لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې سېلابونه: طالبانو د خېراتي ادارو او نړيوالو نه مرستې غوښتي


په داسې حال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې راغلو سېلابونو وروستیو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اړولي، د طالبانو حکومت په خېراتي ادارو، نړيوالو تنظيمونو او ملکونو غږ کړی چې مرستې يې وکړي.

د طالبانو د حکومت په وینا تر اوسه 29 تنه په سېلابونو کې مړه شوي او سلګونه کورونه نړېدلي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټويټر ويلي،

"د ورستیو سیلابونو له امله د اوښتو درنو ځاني او مالي زیانونو په اړه د تسلیت ترڅنګ له ټولو خیریه بنسټونو، نړیوالو موسساتو او هیوادونو څخه د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کوو ترڅو په دې خاصو شرایطو کي د سیلاب ځپلو هیواد والو د سرپنا، خوراک، صحت او زراعت په برخو کي لاس نیوی وشي".

د طالبانو په حکومت کې قدرتي آفتونو ته د رسېدو وزارت ويلي، د مې میاشتې له دویمې نېټې تر ګڼو بارانونو وروسته په پیل شویو سېلابونو کې تر اوسه د افغانستان په دوولسو ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې سېلابونه په لوېدیځو ولایتونو بادغیس او فاریاب او په شمالي ولایت بغلان کې ډېر زورور وو او زیات خلک یې زیانمن کړي دي.

خو وایي په بدخشان، هرات، هلمند، کندهار، جوزجان، تخار، میدان وردګ، کندوز، او پروان کې یې هم کورونه نړولي دي.

په افغانستان کې دا سېلابونه او توفانونه په داسې وخت کې راغلي چې د دې هېواد شاوخوا 20 میلینه خلک د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له تېرو شاوخوا اتو میاشتو راهیسې د بې روزګارۍ او بې کورۍ له کبله له شدیدې لوږې سره مخ دي.

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې پېشبیني کړې، چې په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان په 27 ولایتونو کې باران ووري او اټکل کوي چې سېلابونه به راشي.

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرکيلي/ کرنې ادارې (اېف اې او) ويلي، په کال 2021 کې د نړۍ په 53 هيوادونو کې 193 ملينه خلک د خوراک د سخت بحران سره مخ وو.

د خوراک د بحران ضد نړيوال نېټ ورک ويلي، افغانستان د سختې لوږې د بحران سره مخ هېوادونو په سر کې دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG