لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له ماریپول څخه ۵۰۰ ملکیان ویستل شوي خو هلته جګړه هم روانه ده


واشنګټن - نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې له ماریپول او د ازوفستال د پولادو له کارخوني څخه کابو ۵۰۰ ملکیان ویستل شوي‌ دي.

د ازوفستال د پولادو کارخانه کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ جګړه هم شوې.

که څه هم روسانو د ورځې لخوا د اوربند ژمنه کړې وه خو اوکراینیانو د روسي سرتېرو مخه نیولې.

روسي ځواکونو د ازوفستال د پولادو له کارخانې پرته د ازوف د سمندر په غاړه دغلته نور هر څه نیولي.

د اوکراین د کورنیو چارو د وزارت یو سلاکار ویلي،‌ روسي ځواکونو په دغې کارخانه باندې د یو برقي په مرسته چې پټې لارې ورته معلومې وې د تونلونو له لیارې یرغل کړی.

خو روس دا رد کړې ده چې ځواکونه یې کارخانې ته ننوتي او برعکس اوکراینیان یې په دې تورن کړي چې ملکیان وتلو ته نه پرېږدي.

د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر دې مخکې د اسرایلو لومړي وزیر نفتلي بېنېت سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، چې د ماسکو ځواکونه تیار دي چې د پولادو په کارخانه کې د خلکو د وتلو لپاره خوندي لارې ته اجازه ورکړي.

خو د اوکراین د ازوف کنډک مرستیال قومندان په یوې انلاین ویډیو کې ویلي، "درنه خونړۍ جګړه روانه ده. روسانو یو ځل بیا د اوربند ژمنه نه ده پر ځای کړې او هغو ملکیانو ته یې اجازه نه دی ورکړی چې غواړي ووځي"

ولسمشر زېلینسکي د زیارت یا پنجشنبې په سهار خبرو کې وویل، چې له ماریپول څخه د پاتې ملکیانو د ویستلو لپاره یو اوږده اوربند ته اړتیا ده.

په واشنګټن کې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس هم د اوربند په برخه کې د روس پر ژمنتیا باندې شک څرګند کړی.

د برتانیې د دفاع وزارت د استخباراتي‌ معلوماتو څخه څرګندېږي چې روس هڅه کوي د ازوفستال د پولادو د کارخونې په ګډون د ماریپول نیول بشپړ کړي ځکه روس پلان لري چې د مې په نهمه نېټه د بریا ورځ ولمانځي او دا هغه ورځ ده چې شوروي اتحاد پکې په ۱۹۴۵ کال کې د جرمني د نازیانو پرضد بریا ترلاسه کړې وه.

اوس پوتین غواړي چې په اوکراین کې هم سمبولیکه بریا ولري.

واشنګټن پوست راپور ورکړی چې د اوکراین لویدیځ ښار ایوان فرانکېویسک خپلو استوګنو ته خبرداری ورکړی چې روس ښايي د مې په نهمه نیټه د بریا د ورځې د لمانځلو مخکې په دغه ښار باندې توغنديز بریدونه زیات کړي.

دوی خپلو خلکو ته وايي، چې یا له ښاره ووځي او یا د کور دننه پاتې شي او دوی ټول عامه پروګرامونه کنسل کړي دي.

روس دغه ورځ د جرمني د نازیانو پرضد د بریا په توګه لمانځي. دا په روس کې د ملي غرور د لمانځلو لپاره په سنتي توګه لمانځل کېږي.

سي ان ان راپور ورکړی چې جرمني به اوکراین ته اوه دانې هویټزر ۲۰۰۰ ډوله زرې توغندي سیستمونه ورکړي.

دغه توغندیز سیستمونه په ټانکونو ځای پر ځای کېږي او ۴۰ کیلومټره واټن وهي.

بل پلو الجزیرې د پنټګان له خولې ویلي، داسې نښې نشته چې ګواکې بیلروس پلان لري د اوکراین په جګړه کې ښکېل شي.

په ورته وخت پنټګان هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې امریکا هغه استخباراتي معلومات ورکړي چې له اوکراین سره یې د ماسکوا په نامه د روس د جنګي بیړۍ په ډوبېدو کې مرسته کړې.

د پنټګان مطبوعاتي مشر جان کربي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي،

"مونږ اوکراین ته په ځانګړي ډول د ماسکوا د په نخښه کولو لپاره کوم معلومات نه دي ورکړي."

هغه زیاته کړه، "مونږ د اوکرانیانو په دې پرېکړه کې شریک نه وو چې په بیړۍ باندې برید وکړي او یا په هغو عملیاتو کې چې هغوی ترسره کړي.‌ مونږ سره له مخکې دا معلومات هم نه وو چې اوکراین غواړي په کښتۍ برید وکړي."

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي له اروپايي ټولنې څخه ۲۶.۴ میلیونه ډآلره تر لاسه کړي چې د اوکراین په جګړه کې اغېزمنو کسانو ته پرې د خوراکي توکو مرسته ورسوي.

ډبلیو اف پي وايي، له ۷.۷ میلیونو زیات اوکراینیان بې ځایه شوي دي او ددغه هېواد کابو نیمايي‌ خلک وېره لري چې کافي‌ خواړه به و نه مومي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG