لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوټين د اسرايل نه د يهودو خلاف د روسي وزير خارجه لاوروف په وينا بخښنه غوښتې


واشنګټن ــــ د روس ولسمشر ويلاديمير پوټين د اسرايل د وزير اعظم نفتالي بېنېټ نه په ټيليفون د يهودو په اړه د روسي وزير خارجه سرګي لاوروف په هغه بيان بخښنه غوښتې چې پکې ويل شوي يهود پخپله د يهود ضد دي.

د خبرونو تر مخه لاوروف يو ايټالين ټيليويژن خبريال ته ويلي، “د ټولو غټ د يهودو ضد خلک يهود پخپله دي. د هېټلر په رګونو کې هم د يهود وينه وه”.

د بېنېټ دفتر ميډيا ته ويلي “وزيراعظم بېنېټ د صدر پوټين له خوا د لاوروف په وينا بخښنه منلې ده او د هغه مننه يې کړې چې د يهود په اړه يې خپل سپيناوی کړی او د هالوکاسټ لا د يهود د نسل وژنې يادونه يې کړې ده”.

البته د کرېملين له خوا په بيان کې د ټيليفون په خبرو کې د بخښنې ټکی نه دی ليکل شوی خو وايي “د روس صدر يادونه کړې چې په شپږ ميلين يهودو کې چې نازيانو د ښارونو په ځانګړي کړل شوو برخو او نازي کيمپونو کې وژلي او ځورول شوي وو نزدې 40% برخه يې د شوروي اتحاد د يهودو وه. پوټين دا هم پاسلونه وکړه چې هغه مشرانو روسي يهودو ته دې د هغه خواخوږي ورورسوي چې اوس په اسرايل کې ژوند کوي”.

نفتالي بېنېټ د دې په ځواب کې وويل “رېډ ارمي په نازيانو غلبه موندلو او ماتولو کې غوڅ کردار لرلی”.

لاوروف د اتوار- یکشنبې په ورځ د ایټلي يو ټيليويژن سره په مرکه کې دا وينا کړې او مقصد يې ترې په اوکرين د روس د يرغل دفاع کول وو.

د يو تپوس په ځواب کې چې روس دعوه کوي اوکرين د نازيانو نه پاکوي، لاوروف ويلي په اوکرين کې اوس هم نازيان شته او څه وشو که د اوکرين د صدر په شمول ځينې مهم خلک يې يهود دي.

لاوروف وايي “کله چې دوی وايي مونږ يهود يو نو بيا څنګه نازيان رامنځ ته کېدلی شي؟ زما په اند د هېټلر نسل هم يهود وو نو دا دعوه هيڅ معنا نه لري. د څه مودې راهیسې مونږ د يهودو نه اورو چې د يهودو د ټولو غټ مخالفين لا اينټي سېميټېک يهود پخپله دي”.

د اسرايل وزير خارجه يير ليپېډ په يو بيان کې ويلي اسرايل به د لاوروف په وينا د روس د حکومت نه د بخښنې غوښتلو مطالبه کوي.

د خبرونو تر مخه پوټين او بېنېټ د می په نهمه نېټه په اسرايل کې د خوشالۍ او په روس کې د نازي ځواکونو د ماتې د ورځ لمانځلو په اړه خبرې وکړې او د دې تر څنګ يې د اوکرين او نورو دوه اړخيزه معاملاتو ذکر هم کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG