لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي راتلونکو څو اوونیو کې به تر شپږم ټولګي پورته د جینکو سکولونو پرانیزي


واشنګټن ــــ په افغانستان کې طالبان وايي په راتلونکو څو هفتو کې به د شپږم ټولګي نه پورته جينکو سکولونه هم پرانستل شي. د طالبانو د تعليم وزارت واېس آف امريکا ته د دې خبر تصديق کړی.

د افغانستان د تعليم د وزارت وياند عزيز احمد ريان ويلي، راتلونکو څو اوونيو کې به د جينکو د تعليم په اړه د علماو يوه غونډه کېږي چې هيله ده پکې د شپږم ټولګي نه پورته جينکو ته هم خپلو سکولونو ته بېرته د تګ اجازه ورکړی شي.

د طالبانو يو مشر آنس حقاني هم د شورو- چارشنبې په ورځ په خوست ولايت کې د يوې وینا په وخت ويلي‌ وو، د وړوکي اختر نه وروسته به د علماوو په يوه غونډه کې د جينکو د سکولونو د پرانستلو په اړه فېصله کېږي او ولس په ډېر زر يو ښه زېری واوري.

نوموړي ويلي‌ وو، نړيوالو دوی له پامه غورځولي دي او دا چې د سکولونو په بندېدلو سره په افغانستان کې ولس د مايوسۍ ښکار شوی، کومه چې واقعي هم د مايوسۍ خبره ده ځکه چې تعليم د افغانستان په مسلو کې يوه تر ټولو لويه مسله ده.

طالبانو وعده کړې وه چې د روان کال د مارچ د میاشتې تر آخره پورې به په افغانستان کې د جینکو سکولونه بېرته پرانیزي خو په 23 مارچ د شپږم ټولګي نه بره جينکو دپاره سکولونه د پرانستلو څو ساعته وروسته هم په هغه ورځ بيرته بند کړل.

طالبانو ويلي وو د جينکو دپاره به تعليمي ادارې تر هغې تړلي وي څو پورې چې د تعليمي ادارو د بيا پرانستو دپاره د اسلامي شرعي قانون او د افغانستان د کلتور سره سم پلان نه وي جوړ شوی.

څېړونکي وايي‌ علماء په افغانستان کې د جينکو سکولونو پرانستلو کې غوره رول لوبولی شي.

په پاکستان کې د دیوبند مکتبه فکر سره تعلق لرونکي ديني عالم مفتي تقي عثماني د اپرېل په مياشت کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د مشر ملاهبت الله په نوم خط ليکلی او ورته يې ويلي وو:

"زمونږ رایې دا ده چې په شرعي حدودو کې د جينکو د تعليم مناسب انتظام ډېر ضروري دی".

امریکا، برتانیې او يورپي هيوادونو هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او په طالبانو یې غږ کړی چې په سمدستي ډول د جينکو دپاره د سکولونو تړلو پرېکړه بیرته واخلي او سکولونه پرانيزي.

د بخښنې نړيوال تنظيم ایمنیسټي انټرنېشنل او د بشري حقونو ډلو هم په افغانستان کې په واکمنو طالبانو غږ کړی د شپږم ټولګي نه پورته د جينکو سکونونه دې هم پرانزي ، او د نړۍ سره دې خپلې ژمنې عملي کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG