لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: طالبانو ښځو ته د حجاب حکم کړی


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په هيواد کې ښځو ته د حجاب حکم کړی چې "د مسلمانو اصيلو، بالغو، ښځو لپاره شرعي حجاب رعايت کول فرض او ضروري دی".

د طالبانو د حکومت حکمنامه چې نن د خالي/ شنبې په ورځ (اوومه مې) خپره شوې، پکې د حجاب تعريف په دې ډول شوی چې، "بدن چې په هره جامه پټ کړل شي حجاب ګڼل کيږي، خو چې باريکه نه وي چې بدن ترې ښکاري او دومره تنګه نه وي چې د بدن د غړو نمايندګي کوي".

چادري ته د شرعي حجاب بهترين ډول، او مروجه تور رنګه جامه او څادر هم شرعي حجاب ياد کړل شوی دی.

په حکمنامه کې ویل شوي، "هغه ښځينه چې د عمر په لحاظ زړې یا وړې نه وي، له نامحرمو نارينه وو سره د مخامخ کېدو په مهال به د فتنې له امله د شرعي هداياتو مطابق له سترګو پرته خپل مخ ضرور پټوي".

ويل شوي، د حجاب په اړوند به د رسنيو او ممبرونو د لارې خلک خبرول کيږي، په بازارونو، پارکونو کې او عامو ځايونو کې به خلکو ته ترغيب ورکول کيږي.

په حکمنامه کې په تنبيه او ترغيب کې ویل شوي، "په لومړي ځل دې د بې حجابه مېرمن کور په نخښه کړل شي، ولي ته دې توصيه / سپارښتنه وکړل شي، په دوېم ځل دې اړونده ریاست ته حاضر کړل شي، په درېم ځل دې درې ورځې حبس/ قېد کړل شي، او په څلورم ځل دې عدالتونو ته وسپارل شي او سزا دې ورته ورکړل شي".

خو په حکمنامه کې سزا نه ده ياده کړل شوې چې سزا به څومره او څنګه وي.

په حکمنامه کې زیاته کړی شوې "هغه ښځې چې د طالبانو په حکومت کې دندې ترسره کوي، حجاب نه کوي د دندې به لرې کولی شي، او که د حکومتي مامورینو مېرمنې او لوڼې حجاب نه کوي دندې به يې تعليق/ معطل کيږي".

د طالبانو نه وړاندې د افغان حکومت يو چارواکي فېصل جاوېد د طالبانو د حجاب د حکمنامې د پرېکړې په غبرګون کې په ټويټر ويلي،

"د ښځو حجاب هغوی ته پرېږدئ، تاسي یې مکاتب بیرته خلاص کړئ. باسواده وګړي د ځان او ټولني عزت و حیثیت تر نورو په ښه توګه ساتلای سي. په فرمان کي پر افغان مېرمنو تور پوري کول، چي ۲۰ کاله یې د بې حیایۍ او بې حجابۍ لپاره کار سوی، ددې وطن د فرد فرد د حیثیت او عزت لیلام دی. دا کار مه کوئ!".

له دې وړاندې هم طالبانو ښځو ته پارکونو ته په عامو ورځو په تګ او د محرم پرته په سفر هم بندېزونه لګولي وو.

د فرورۍ په مياشت کې طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت چارواکو د سرکاري ادارو له کار کوونکو غوښتي چې خپل ظاهري کړه وړه له سنتو سره برابر کړي او ښځینه کار کوونکو ته یې امر کړی که اسلامي حجاب وا نه غوندي له دندو به و ایستل شي، دغه وزارت ویلي وو، کم عمره او ږیره نه لرونکي کسان په دولتي ادارو کې د کار کولو حق نه لري.

د طالبانو حکومت په سندرو/ موسقۍ هم بندېزونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت د تېر کال د ستمبر میاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانیستي، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونه يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا تړلي او ويلي يې وو د دې دپاره شرعي تګلاره جوړولی شي، خو دغه سکولونه تراوسه پورې تړلي پراته دي.

په نړیواله کچه د طالبانو پرېکړه غندل شوې او غوښتنه ترې شوې وه چې د جينکو دپاره سکولونه پرانيزي.

د جينکو د سکولونو پرانستو دپاره په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ګڼو ښځو د خپل کار، تعلیم او ازادۍ د حقوقو تر لاسه کولو لپاره مظاهرې هم کړې وې.

طالبان چې په 15 اګست په افغانستان کې په واک کې راغلي، تراوسه پورې د طالبانو حکومت يو ملک هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړيواله ټولنه د طالبانو نه د ټول شموله حکومت جوړولو، ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم د اجازې ورکولو غوښتنې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG