لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وړومبۍ تورپوستې همجنس پرسته افریقايي میرمن کیرن ژان پئیر دسپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکتره وټاکل شوه


سپینې ماڼۍ د زیارت په ورځ دنوي مطبوعاتي سکترې دګمارلو اعلان کړی دی،موجوده مطبوعاتي سکتره جین ساکي په ۱۳مئ دخپلې دندې نه لاس پسر کیږي اؤ دهغې پرځائ به کیرن ژان پئیر دغه چوکۍ سمباله کړي.

کیرن ژان پئير دا مهال دسپینې ماڼۍ مرستیاله مطبوعاتي سکتره ده اؤ هغه وړومبۍ تور پوستې افریقایي اؤ وړومبۍ اعلانیه هم جنس پرسته میرمنه ده چې دغه مهمې چوکۍ ته به ورسیږي.

سپینه ماڼۍ کې دخبرو په مهال هغې ویلي "دا یوه تاریخي شیبه ده اؤ ماته ددې دارزښت بشپړ احساس شته"

هغې ویلي دا څوکۍ "دې ته یو ویاړ دی"

پخپل یو بیان کې دامریکې صدر جوباییډن ویلي "کیرن نه یوازې ددې ګران منصب لپاره ضروري وړتیا اؤ بهروسه لري بلکې هغه به دباییډن - هیرس انتظامیې دکار کولو په اړه امریکایي ولس سره د لارې هوارولو لپاره دمشرانې رول ته هم دوام ورکړي،هغه به زما اؤ ددې انتظامیې لپاره یو پیاوړی غږ ثابت شي"

ښاغلي باییډن زیاته کړې" جین ساکي دسپینې ماڼۍ دخپرونو خونه کې دشایستګۍ،درناوي اؤ وقار معیار جوړ کړی دی ،زه دجین مننه کووم .هغې دخبرو په معیار کې لوړوالی راوستی ،امریکایي ولس سره یې په راستۍ نیغه په نیغه تماسونه ونیول اؤ دپوهې لمن یې کلکه نیولې وه"

په عین حال کې جین ساکي هم دیو ټویټ دلارې دصدر باییډن مننه کړې ده چې هغې ته یې په دغه څوکۍ دخدمت موقعه ورکړې وه.

دسپینې ماڼۍ نوې مطبوعاتي سکتره ۴۴کلنه کیرن دصدر باییډن د باوري ملګرو له جملې څخه ګڼل کیږي اؤ هغې دکال۲۰۲۰م صدارټي ټاکنو کې دجوباییډن دبریالیتوب لپاره ډيرې هلې ځلې هم کړې وې.

تر دې وړاندې هغې دپخواني صدر باراک اوباما د واکمنۍ په دوره کې هم سپینه ماڼۍ کې مهمې ذمه وارۍ ترسره کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG