لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شهباز شريف: عمران خان د پاکستان پرضد سازش کړی، پرضد يې قانوني کارروايي کوو


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان پرونۍ وېنا سازش ګرځولی، او ویلي يې دي، "په اېبټ اباد کې د پاکستان رياست، ايين او قومې ادارې چېلنج کړی شوي دي، قانوني کارروايي به کولی شي"، خو دا چې د عمران خان پرضد به کوم ډول قانوني کارروايي کولی شي؟ هغه دا نه دي ويلي.

د پاکستان مخکني وزیراعظم عمران خان پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (اتمه مې) په اېبټ اباد کې يوې جلسې ته په وېنا کې بيا د امریکايي سازش د تور خبره تکرار کړې چې د هغه حکومت د امریکا په سازش لرې کړی شوی او دلته په پاکستان کې په دغه سازش کې خلک شامل وو.

وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان وېنا د پاکستان پرضد سازش ګرځولی دی.

نوموړي ویلي، "عمران نيازي سیاست نه، سازش کوي، دا د پاکستان پرضد سازش کيږي. هغه زیاته کړې عمران خان اول د پاکستان معيشيت ډوب کړی او اوس د خانه جنګۍ/ کورونو جګړو سازش کوي".

شهباز شريف په عمران خان هم سختې نيوکې کړي دي.

د پاکستان مخکني وزیراعظم عمران خان پرون په اېبټ اباد کې يوې جلسې ته په وېنا کې بيا د امریکايي سازش خبره کړې چې "د هغه حکومت د سازش د لارې لرې کړی شوی دی".

د عمران خان د سازش تور امریکا او د پاکستان سياسي ګوندونو او موجوده حکومت رد کړی او ويلي يې دي د سازش د خبرې به پلټنې کولی شي.

عمران خان د چا د نوم اخستو پرته ويلي، "دوی د امریکايي سازش لاندې د 22 کروړه خلکو منتخب حکومت لرې او دلته ورسره ميرجعفر او میرصادق شامل وو".

هغه وویل، "ميرجعفر د مسلمانانو د مغلو د ګورنر سراج الدوله سپه لار، کمانډر انچيف وو، هغه د انګرېزانو سره په شريکه د سراج الدوله پرضد غداري کړې وه د مسلمانانو سره، او انګرېزانو ګټه وکړه، بنګال چې د مسلمانانو تر ټولو شتمنه صوبه وه د ميرجعفر له وجې د انګرېزانو غلامۍ ته لاړه".

عمران خان وويل، "مير صادق د ټپيو سلطان پرضد د انګرېزانو ملګرتيا کړې وه".

په عېن حال کې پرون د پاکستان پوځ يو بیان جاري کړی او ويلي يې دي، "​هڅې کيږي چې پوځ سیاسي بحثونو ته راوستل شي، خو پوځ دې د سياست نه لرې وساتل شي، په وروستيو کې په ملک کې د پاکستان وسله وال پوځ او مشرانو، روانو سياسي خبرو ته راکاږلو هڅې روانې دي، سياسي مشرتابه، صحافيان، څيړونکي او په ټولنيزو رسنيو پرې خبرې روانې دي".

په بيان کې ويل شوي، چې "ناتاييده، د سپکاوي، او راپاروونکي بيانونه سخت تاواني دي، هيله لرل کيږي چې ټول به قانون مني او پوځ به د ملک د ګټې په خاطر د سياسي بحثونو نه لرې ساتي"​.

عمران خان تېره مياشت په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ د پرېکړې/ عدم اعتماد د تحريک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، او عمران خان بيا ويلي هغه د امریکايي سازش او پاکستان کې يې د ملګرتيا د لارې لرې کړی شوی، خو امریکا او په پاکستان کې د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی شوی دی.

څيړونکي وايي، عمران خان د سازش خبره د سياسي ګټو دپاره کاروي.

XS
SM
MD
LG