لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر بايډن مېرمن جِل بايډن د اوکراين سفر کړی


د امریکې د صدر جوبايډن مېرمن جِل بايډن (لومړۍ مېرمن) د اوکراين سفر کړی، د اوکراين د صدر د مېرمن اولينا زيلنسکا سره يې په يو سکول کې لیدلي دي. کوم سکول چې د روس د بمبارۍ څخه بې کوره شوو دپاره پناه ګاه جوړ کړی شوی دی.

اغلې له دغې وروسته د اوکراين د جنګ څخه سلوواکيه ته د کډو شوو کېمپ ته هم ورغلې ده.

د اوکراين د صدر 44 کلنه مېرمن او دوه ماشومان بچي يې د روس په اوکراين د يرغل د لسو اوونيو مودې راهسې پټه وه.

د امریکا د صدر مېرمن د مياندو په نړيواله ورځ د اوکراين سفر کړی دی.

هغې ویلي، "ما غوښتل چې د مياندو په ورځ دلته راشم، مونږ مهم ګڼو چې د اوکراين د خلکو سره څرګندونه وکړو چې دا جګره دې ودرول شي، دا وحشي جګړه ده. او د امریکا وګړي د اوکراين د خلکو سره ولاړ دي".

د اوکراين د صدر مېرمن ویلي، "دوی دغه خبره محسوسوي. هغې د امریکايي لومړۍ مېرمن مننه کړې چې دغه زړور ګام يې اخستی دی. په داسې حال کې چې هلته جګړه روانه ده. او هغې دغه ګام بیا ستايلي چې د مياندو په نړيواله ورځ سره مينه او ملاتړ څرګند کړی شوی دی".

ويل شوي د امنيت له امله د لومړۍ مېرمن دغه سفر نه وو اعلان کړی شوی. خو د امریکايي لومړۍ مېرمن دغه سفر غېر معمولي دی خو بې ساری نه دی.

له دې وړاندې په کال 2005 او 2008 کې لارا بش د افغانستان سفرونه کړي وو، مشل اوباما په 2015 کې په قطر کې العدېد د هوايي اډې سفر کړی وو.

په عېن حال کې امريکايي سفارتکار د اتوار په ورځ په کيف کې خپلې سفارتخانې ته بيرته ورغلي دي.

د امریکې ناظم الامور کیف ته په واپسۍ تلو په ټويټر ويلي، "اوس اوس کيف ته راورسېدم، د يورپ په ورځ کيف ته په واپسۍ خوشاله یم، مونږ د اوکراين د خلکو سره ولاړ يو".

د راپورونو ترمخه د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو هم د اوکراين غېر اعلاني سفر کړی دی، او د صدر ولاديمیر زيلنسکي سره یې ليدلي دي.

ويل شوي ټروډو د کېنېډا سفارتخانه هم بيرته پرانستې، او هغو علاقو ته ورغلی چرته چې د روس د جګړې په لومړو کې ودانۍ تباه شوې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG