لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله: نړيوال مشران دې طالبانو سره د بشري، ښځو او جينکو د حقونو په سرغړونه حساب وکړي


د جينکو او بشري حقونو فعالې نوبېل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ ویلي، "زه د نړيوالو مشرانو نه غواړم چې په ګډه دې اقدام وکړي، د ملينونو ښځو او جینکو د بشري حقونو د سرغړونې په سر دې د طالبانو سره حساب وکړي".

ملاله يوسفزۍ دغه غږ په داسې وخت کې کړې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت درې ورځې وړاندې په اوومه جنورۍ په هيواد کې ښځو ته د حجاب حکم کړی چې "د مسلمانو اصيلو، بالغو، ښځو لپاره شرعي حجاب رعايت کول فرض او ضروري دی".

د طالبانو دغه پرېکړې په افغانستان او نړۍ کې زیات غبرګونونه را پارولي او د دوی دغه پرېکړه یې د ښځې د ازادۍ خلاف او د بنیادي بشري حق سرغړونه بللې ده.

ملاله يوسفزۍ ويلي، "طالبان غواړي چې جينکۍ او ښځې د عام ژوند نه لرې کړي، دوی د سکول او کار نه لرې وساتي، او د دې جوګه پاتې نه شي چې د کورنۍ د نارينه نه پرته سفر وکړي".

يوسفزۍ ويلي، "مونږ بايد دغه احساس د لاسه ور نه کړو چې طالبان د ښځو په اړوند خپلې کړې ژمنې په دوامداره توګه ماتوي. په داسې کې چې ښځې اوس د خپلو بشري حقونو او عزت د جګړې دپاره کوڅو ته راوتلي، مونږ ټول، په ځانګړي ډول د مسلمانانو هيوادونو، چې د دوی سره ودریږو".

د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي تهامس ويسټ هم د طالبانو په دغه ګام اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي، د ښځو دپاره د طالبانو تګلارې/ پاليسيانې د بشري حقونو سرغړونه ده، او دا به د دوی په نړيوالو اړيکو منفي اغېزې دوامداره وساتي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس هم د طالبانو لخوا د ښځو د حجاب په پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د طالبانو پر دې پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي کېدای شي د طالبانو دا کار له نړیوالې ټولنې سره د دوی اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

یورپي ټولنې د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او وایي د دوی حکومت پرله پسې داسې مسایل را مخې ته کوي چې یا لږ ارزښت لري او یا د خلکو ستونځه نه ده.

د بشري حقونو د څار سازمان وایي‌ پر ښځو د حجاب د جبري کولو له پرېکړې د طالبانو هدفونه دا ښکاره کوي چې دوی غواړي ښځې او نجونه په بشپړه توګه له ولسي ژونده ورکې کړي.

خو طالبانود حجاب په اړوند ويلي، دوی غواړي چې خوېندې يې په عزت سره او محفوظ ډول ژوند وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG